ډاكتر كبير ستوري له دنيا څخه سترګې پټې كړې

پښتون سياستوال او د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ډاكتر كبير ستوري له دې نيمګړې دنيا څخه سترګې پټې كړې.

كه زما ستوري په قبر چېری راشـی

په پښتو راته دعا كړه پرې مـېن يـم.


په خواشينۍ او خپګان سره مو واورېده، چې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر او نوميالى ليكوال ډاكتر كبير ستورى د ورپېښې ناروغۍ له امله د روان كال د اپريل په څلورمه د جرمني د كولن په ښار كې په حق ورسېد.

.

انا لله و انا اليه راجعون.

د هغه مړينه د پښتو ژبې او ادب لپاره يو ستر تاوان دى. پښتو ژبې او ادب لپاره به د ډاكتر كبير ستوري خدمتونه او كارونه تل ياد ساتلى شي.

د سباوون چلوونكې ډله د خداى بښلي ډاكتر كبير ستوري په مړينه د غمرازۍ او خپګان څرګندونه كوي او په دې غم كې د ټولو پښتنو او د ارواښاد له كورنۍ او ملګرو سره ځان شريك بولي. د لوى خداى له دربار نه ارواښاد كبير ستوري ته د جنتو هيله او كورنۍ او دوستانو ته ې د صبر او زغم غوښتنه كوي.

روح يې ښاد

د سباوون چلوونكې ډله