د افغانانو علمي او فرهنګي مركز پېغام

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې ډاكتر كبير ستورى د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله د روان ميلادي كال د اپريل په څلورمه ورځ له فاني دنيا څخه سترګې پټې كړې.

انا الله و انا اليه راجعون.

ارواښاد ډاكتر كبير ستوري سربېره پردې چې د قلم په ژبه يې ] د افغان ولس له ګټو سره خپله علاقه څرګندوله، [ دسياست په ډګر كې يې هم تلاش كاوه، ترڅو افغان ولس ته د خپل توان له مخې خدمت وكړي.

موږ د پښتو ژبې ددغه شاعر، ليكوال او سياست وال مړينه د افغانانو لپاره لويه ضايع بولو، د لوى خداى له دربار نه د هغه دوستانو او علاقمندانو ته د زړه د صبر غوښتنه كوو.

د افغانانو د علمي او فرهنګي مركز

د مشرتابه جرګه