-
د تل لپاره به د سيد جمال الدين افغان
د محترم ورور كبير ستوري په شخصيت او خدمتونو څه ليكل څه وخت او ډېرو پاڼو ته ضرورت لري، خو زه به همدومره ووايم، چې د كبير ستوري هغه خدمتونه چې د پښتو ژبې او پښتنو لپاره يې كړي، هېڅكله د هېرولو وړ نه دي او د تل لپاره به د سيد جمال الدين افغان…
-
د كبير ستوري په شان پښتانه
خداى بښلى ډېر سنر پښتون و، د كبير ستوري په شان پښتانه دې خداى په دې خاوره پيدا كړي، چې له خپلې ژبې او قوم سره مينه وكړي. روح دې يې ښاد وي.
-
پښتون او په پښتنو مېن شخصيت
زما سره خو داسې الفاظ نشته، چې د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند د مشر، فلسفي شاعر او ملي شخصيت دوكتور كبير ستوري د مړينې په اړوند خپل تاثرات د قلم په ژبه وليكم. زه چې د مسافرت په نړۍ كې له ده سره ډېر نږدې پاتې شوى يم، دده د سړيتوب په هكله ويل اّسان…
-
اى د افغانستان د غېرت شملې!
زه حېران يم چې څه وليكم؟ خپل زړه څنګه سپك كړم؟ د چا په مرګ څه تاثرات ښكاره كړم؟ زما لپاره زما په ذهن او فكر كې خو ګرانه كبير جانه ته تل ژوندى يې. اى د كونړ د ښكلو درو او دنګو غرونو بې بها لعله! اى د افــغــــانـــســتــان د غــــــېـــــرت شــــــــمـــــــلـــــې! اى په…
-
ډاكتر كبير ستوري له دنيا څخه سترګې پټې كړې
پښتون سياستوال او د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ډاكتر كبير ستوري له دې نيمګړې دنيا څخه سترګې پټې كړې. كه زما ستوري په قبر چېری راشـی په پښتو راته دعا كړه پرې مـېن يـم. په خواشينۍ او خپګان سره مو واورېده، چې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر او نوميالى ليكوال ډاكتر كبير…
-
د افغانانو علمي او فرهنګي مركز پېغام
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې ډاكتر كبير ستورى د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله د روان ميلادي كال د اپريل په څلورمه ورځ له فاني دنيا څخه سترګې پټې كړې. انا الله و انا اليه راجعون. ارواښاد ډاكتر كبير ستوري سربېره پردې چې د قلم په ژبه يې ] د افغان ولس…
-
د افغانستان د روغې او بيا ابادولو ټولنې پېغام
په کونړونو کې د اروا ښاد ډاکتر کبير ستوري د مړينې د لومړي تلين په هکله پوهنيزې(علمي) ياد غونډې ته! ګرانو دکونړونو پوهانو، شاعرانو، اديبانو ، سياستوالو او د کونړ میشتو فرهنګیانو ! هيله ده،چې د لرې جرمني څخه زما نېکې هيلې او درنښت ومنۍ. نن تاسو د يوه کونړي د مړينې لومړۍ کاليزه په…
-
دا شعر خاص د ستوري صيب لپاره
چــــــې پيدا شـــوې تــــــا ژړل خلكو خندل داسې مړ شه چې ته خاندې او خلك ژاړي داسې ښكاري، چې دا شعر خاص د ستوري صيب لپاره ويل شوي وي.
-
څوك دده ځاى نشي ډكولاى
مرحوم ستورى د پښتو ژبې له ادبيانو او هغه پوهانو څخه و، چې تر ډېرې مودې پورې څوك دده ځاى نشي ډكولاى.
-
د پښتنو د يووالي بېرغ دې اوچت ساتلى
ته پښتون وې، پښتون سياستوال وې، اديب وې، شاعر وې. په پښتنو او پښتو مېن پښتون/افغان وې. همدا ته وې، چې د پښتنو د يووالي بېرغ دې اوچت ساتلى و او دا دې په مرګ دى هم وښودله. ته دويم پښتون/افغان وې، چې د خان عبدالغفار خان بابا پسې په هماغه لارې لاړې. هغه لار،…

