د پښتنو د يووالي بېرغ دې اوچت ساتلى

ته پښتون وې، پښتون سياستوال وې، اديب وې، شاعر وې. په پښتنو او پښتو مېن پښتون/افغان وې. همدا ته وې، چې د پښتنو د يووالي بېرغ دې اوچت ساتلى و او دا دې په مرګ دى هم وښودله. ته دويم پښتون/افغان وې، چې د خان عبدالغفار خان بابا پسې په هماغه لارې لاړې. هغه لار، چې په ژوند دې غوره كړې وه، په مرګ دې هم هماغه لاره شوه.