• خداى دې خاورې درسره هم وبښي

    ګرانه ماما! خداى دې خاورې درسره هم وبښي، ډېر بې وخته رانه لاړې، پښانه يو ځل بيا يتيمان شول.

  • د خپل نوم مطابق د تعليم يافته افغانانو ستورى

    ارواښاد كبير ستورى د خپل نوم مطابق د تعليم يافته افغانانو ستورى و. ده له وطن څخه بهر د روشنفكرانو او د وطن د محبانو لپاره يو داسې سازمان رامنځ ته كړى و، چې د افغانانو د خدمت لپاره د هغوى غږ او غېرت يو كړي. زه پخپله دده د محبت پوروړى يم . خداى…

  • دده كارنامې او كړنې د هېچا نه پټې نه

    الله تعالى دې ډاكتر كبير ستورى وبښي. په رښتيا سره دى د پښتو د ادب ځلانده ستورى و او دده كارنامې او كړنې د هېچا نه پټې نه دي. دده مړينه د وطن، د پښتنو، د سيمې او زموږ او ستاسودپاره غټه ضايعه او تاوان دى. اّمين

  • د پښتو د پوهنيز اسمان يو ځلانده ستورى

    ارواښاد ډاكتر كبير ستورى د پښتو د پوهنيز اسمان يو ځلانده ستورى داسې مهال د پښتنو د برخليك له اسمانه راپرېووت، چې موږ ټول يې په تورتم كې پرېښودو. پاك رب دې د كبير ستوري ځاى نه تشوي، پر پښتنو دې نور داسې ستوري ولوروي، چې اووله يې ښاده وي

  • ددې پښتو ژبې دپاره به دده فعاليتونه تل

    دوه خبرې په پښتنو كې ډېرې مشهورې دي او دغه دواړه خبرې د پښتنو د ژوند معيار او د سړيتوب معيار جوړوي يا ټاكي. يوه خبره دا چې خلك وايي “سل دې ومره، يو دې مه مره” او دويمه دا چې “په خوړ كې هر كاڼى سپر نه وي”. محترم ډاكتر كبير ستورى په دې…