• د افغان ملت ګوند د غمشريكۍ پېغام

    د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ارواښاد ډاكتر كبير ستوري بې وخته مړينه د ټولو پښتنو سياسي، ادبي او كلتوري حلقو لپاره ستره ضايعه ده. ډاكتر صيب يو پوه سياستوال، خوږ ژبى شاعر او مبارز ليكوال و. د دوى ليكنې هم سياسي دي، هم ادبي او هم علمي. ډاكتر صيب به هرې مهمې ادبي او…

  • د ډاكتر كبير ستوري او قمر زمان طاېزي په مړينه

    د پښتو ژبې دوه مشران، شاعران، اديبان او ليكوالان د لرې پښتونخوا قمر زمان طاېزى او د برې پښتونخوا ډاكتر كبير ستورى يو بل پسې د يوې ورځې په دمه په حق ورسېدل. د پښتو ژبې، ادب او تاريخ دپاره ددې دواړو شخصياتو هلې ځلې د هېچا نه پټې نه دي او د دوى مړينه…

  • د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنې پیغامونه

    په خوښۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کونړ میشتو فرهنګیانو په نوښت او همت د پښتنو د ملی مبارز او منلی سړیتوب ( شخصیت ) ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د لومړی تلین په یاد علمی او ادبی غونډه جوړيږی . ارواښاد ستوری نه يوازی يو سیاسی او ولسی شخصیت وو بلکه د…

  • د واك فونډېشن د غمرازۍ پېغام

    د پښتانه ليكوال، څېړونكي او سياستوال ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د مړينې له كبله هغه ارواښاد ته د لوى خداى له درباره جنتونه او د هغوى كورنۍ او ملګرو ته د زړه صبر غواړم. انجنير محمد انعام واك د واك فونډېشن مشر ناروې

  • د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري درنې كورنۍ ته!

    موږ د ډاكتر كبير ستوري ناڅاپي مړينې ډېر خواشيني او ويرژلي كړو. هغه خپله ټوله ځواني د لر بر تس نس پښتون / افغان د پېوستون له ستر ارمانه ځار كړه او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ترې لاس پر سر نه شو ګوندې ترې راپاتې ستوري يې هغه نيمګړى پاتې ملي انساني ارمان له…

  • د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پیغامونه

    د کونړ میشته فرهنګیانو ته د مینی او اخلاص نه ډک سلامونه او درناوی . د خوشحالۍ ځای دی چې د کونړ میشته فرهنګیان د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد د تلین نمانځنه کوی ، او د خپل قام د ملی اتلانو یاد تل تازه ساتی . د ۲۱ پيړۍ په پیلامه کې د…

  • د افغاني كلتوري ټولنې د خواخوږۍ پیغام

    يوه بل خواشينوونكي خبر مو زړونه ودردول. خبر شوو، چې د هېواد يو بل افغان بچى ارواپوه، ليكوال او شاعر ډاكتر كبير ستورى د تل لپاره له دې نيمګړې دنيا وكوچېد.لوى څښتن دې يې جنتونه په برخه كړي. ارواښاد ستورى د پښتون قام او ټول افغان ولس ته د خدمت كولو هيلې له ځان سره…

  • ســـــتـــوري پـــــرېـــــوتــــل

    يو څو ورځې اګاهو د پښتو د ادب دوه ځلنده ستوري پرېوتل . يو د ډاكتر شېر زمان طاېزي مشر ورور قمر زمان طاېزى او بل په جرمني كې د پښتو نامتو ليكوال، شاعر او اديب ډاكتر كبير ستورى په حق ورسېدل. انالله و انا اليه راجعون د دو دواړو دغه ناڅاپي مرګونه د پښتو…

  • د شمشاد ټیلویزون د غمشريكۍ پېغام

    د لوی او بخښونکی خدای په نوم ستوری بـــه ولی بدرګه ورسـره اسـمان تــه نـــه ځی چې د پښتو په خوشبوی کې خپل جانان ویښوی کبیر ستوری د ادب د اسمان د ستورو له امیله یو ځلانده ستوری ؤ، چې په پایله کې د پښتو د غاړی امیل نن بې سوره اوسپک ښکاری، خو دا…

  • د خپلواكۍ د فرهنګي مركز د خواشينۍ پېغام

    په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې د هېواد يو تن علمي، فرهنګي شخصيت او د افغانستان او سيمې ولسونو ته د ديموكراسۍ او خپلواكۍ د لارې يو وتلى مبارز ډاكتر كبير ستوري له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې. لوى خداى دې ښه جنتونه ورپه برخه كړي. ارواښاد…