د خپلواكۍ د فرهنګي مركز د خواشينۍ پېغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې د هېواد يو تن علمي، فرهنګي شخصيت او د افغانستان او سيمې ولسونو ته د ديموكراسۍ او خپلواكۍ د لارې يو وتلى مبارز ډاكتر كبير ستوري له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې.

لوى خداى دې ښه جنتونه ورپه برخه كړي.

ارواښاد اكتر كبير ستوري د خپل خوږ ژوند زياتره برخه د ولسواكۍ او ټولنيز برابر ژوند د ارمانونو د ترلاسه كولو په لاره كې تېره كړه.

د يو علمي او مسلكي فرهنګي شخصيت په توګه يې يو شمېر ګټور اّثار وليكل او په هېواد كې دننه او له هېواد نه دباندې په يو شمېر افغاني مطبوعاتو كې يې بې شمېره مقالې او ليكنې خپرې كړې.

ارواښاد ډاكتر ستوري ان يوه شېبه هم د افغان ملت ملي هويت، ملي او تاريخي ارزښتونه هېر نه كړل او د افغان ملت د پېوستون او پياوړتيا لپاره يې نه ستړي كېدونكى هاند ترسره كړ.

په ډنمارك كې د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مركز (خپلواكۍ) ټول غړي او مينه وال په دې توګه د ارواښاد كورنۍ، دوستانو او مينه والو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د تسليت ژور مراتب دوى ته وړاندې كوي.

الله پاك دې وبښي

په ډنمارك كې د خپلواكۍ د فرهنګي مركز په استازيتوب

يوسف هېواد دوست