د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري درنې كورنۍ ته!

موږ د ډاكتر كبير ستوري ناڅاپي مړينې ډېر خواشيني او ويرژلي كړو.

هغه خپله ټوله ځواني د لر بر تس نس پښتون / افغان د پېوستون له ستر ارمانه ځار كړه او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ترې لاس پر سر نه شو ګوندې ترې راپاتې ستوري يې هغه نيمګړى پاتې ملي انساني ارمان له هماغسې ټينګ هوډ و ايمان سره پرمخ يوسي او له دې سره يې ارمانژلې پښتني اروا ښاده او هوسا وساتي!

موږ يې په دې ترڅ كې چې د هغه جنګيالي او فرهنګيالي اروا ښاده غواړو، ويرژلې كورنۍ او پاتوړو هممورچلو ته د زړونو له تله خواخوږي وړاندې كوو!

پوهاند دوكتور م.ا.زيار

سيد حسين هاشمي (پاچا) او كورنۍ

اكسفورډ، اپريل 2006