د افغاني كلتوري ټولنې د خواخوږۍ پیغام

يوه بل خواشينوونكي خبر مو زړونه ودردول.

خبر شوو، چې د هېواد يو بل افغان بچى ارواپوه، ليكوال او شاعر ډاكتر كبير ستورى د تل لپاره له دې نيمګړې دنيا وكوچېد.لوى څښتن دې يې جنتونه په برخه كړي.

ارواښاد ستورى د پښتون قام او ټول افغان ولس ته د خدمت كولو هيلې له ځان سره يوړې. موږ په داسې حال كې چې دده تېرو هلوځلو ته په درنه سترګه ګورو، نوموړي ته د جنتونو او د اروا د ښادۍ دوعا كوو او كورنۍ ته يې جميل صبر غواړو.

په درنښت

افغاني كلتوري ټولنه _ هالنډ