ســـــتـــوري پـــــرېـــــوتــــل

يو څو ورځې اګاهو د پښتو د ادب دوه ځلنده ستوري پرېوتل . يو د ډاكتر شېر زمان طاېزي مشر ورور قمر زمان طاېزى او بل په جرمني كې د پښتو نامتو ليكوال، شاعر او اديب ډاكتر كبير ستورى په حق ورسېدل.

انالله و انا اليه راجعون

د دو دواړو دغه ناڅاپي مرګونه د پښتو د ادب دپاره يو لوى زيان دى.

ډاكتر كبير ستوري په جرمني كې د پښتو د ادب جنډه هسكه ساتلې وه. هغوى كه هر څو په جرمني كې ژوند كولو او د فلسفې او سېكالوجۍ ډاكتر و، خو د پښتونخوا په ادب يې ژور نظر لرلو. هغوى به په خصوصي توګه ددغې سيمې ادبي پروګرامونو نه ځان خبرولو او ځينې پروګرامونو ته به په خپل خرڅ راتلو هم او موږ به يې په يورپ كې د پښتو او پښتنو د هلوځلو نه خبرولو. هغوى په جرمني كې مېشت پښتانه راغونډ كړل او د پښتون سوشل ډيموكريټك په نوم يې پارټي جوړه كړه.

كبير ستوري په اخري ځل پېښور ته عالمي كنونشن كې د ګډون دپاره جرمني نه راغلى و. هغوى په كنونشن كې مقاله هم اورولې وه، كومه چې په “پښتو: پرون، نن او سبا” كې چاپ ده.

هغوى په جرمني كې نه يوازې د پښتو ادب د ترقۍ دپاره كار كولو ، بلكې د پښتنو د سياسي پوهې د ودې لپاره يې يوه مجله هم چاپوله. ډاكتر صاحب كبير ستورى د ډېرو كتابونو مصنف هم و.

نن د پښتو ټولې ادبي جرګې، د عالمي پښتو ادبي كنونشن ملګري، پښتو ادبي چمن ټل، كامل ادبي جرګه پبو او داسې نورې ټولنې او ادبي شخصيتونه او سياسي مشران د هغوى په مړينه خپه دي او دعا كوي، چې پروردګار دې هغوى وبښي او وارثانو ته دې يې صبر نصيب كړي.

اّمين.

سليم بنګش