د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پیغامونه

د کونړ میشته فرهنګیانو ته د مینی او اخلاص نه ډک سلامونه او درناوی .

د خوشحالۍ ځای دی چې د کونړ میشته فرهنګیان د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد د تلین نمانځنه کوی ، او د خپل قام د ملی اتلانو یاد تل تازه ساتی .

د ۲۱ پيړۍ په پیلامه کې د نړۍ ستر او توانمنده هیوادونه دا هلی ځلی کوی چې د ۲۱ پيړۍ په درشل کې د نوو اډو او د راتلونکی اوږده وخت لپاره د ستراتیژيکو سنګرونو او د مرکزی اسیا د تیلو او ګازونو چينی په خپله ولکه کې راولی . دغه پورتینو موخو او هدفونو ته د رسیدو لپاره یو ګڼ شمیر خنډونه او لانجی په لاره کې پرتی دی کومه لوبه چې ددی لانجو په سر روانه ده نو ددی لوبی د اغیزو او تاثیر څخه پښتون او د پښتون قام بچ نه شی پاتی کیدلی .

څرنګه چې پښتانه په مرکزی اسیا کې د يو ځلانده تاریخی قوم په حیث د خپلو تاریخی کارنامو ، کولتور ، ژبی ، ادب او د یو میړنی او غیرتمند قوم په حیث ځان ته یو ځانګړی هویت او Identität لری . نو دغه خبره اړینه او ضروری بریښی چې که ۲۱ پيړۍ په پیلامه کې د پښتون قوم هویت او قامی وحدت د یو ژوندی او میړنی قوم په حیث جوت نه شی او دا کار عمل بڼه غوره نه کړی نو د ( پيلانو ) پدی لویه لوبه کې پښتون او د پښتون قام قربانی کیږی . اصلی خبره دا ده چې په ننی حساس او نازک وخت کې پښتانه څنګ د يو ژوندی او میړنی قوم په حیث یو موټی او د خپل قوم او اولس د سوکالۍ او ازادۍ لپاره د ملی او نړيوال نورمونو مطابق یو غږ او يو اواز شي چې راتلونکی نسلونه بیا پری وياړو کړی . بنسټیزه خبره دا ده چې پښتانه د یو قام په حیث خپلی غوښتنی جوتی او د یو میړنی او باتور قوم په حیث د یوملی مشر تابه او مرکز خاوندان شی ، په غیر لدی څخه پښتانه نه شی کولی چې په ملی او نړیواله کچه مرسته او ملاتړ تر لاسه او د خپل ولس د ازادۍ او سوکالۍ مصدر وګرځی . که پښتانه په اوسنی سیاسی ، نازک وخت کې خپل قوم او ولس په نبض پو هـ نه شی نو اصلی خبره دا ده لکه څنګه چې ما مخکی اشاره وکړه . د سترو پيلانو پدی غوبل کې به قربانی اود منځه لاړ شی .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د کونړ میشته فرهنګیانو د ټولو هغه درنو پښتنو ملګرو نه چې ددې پرتمنی غونډی په جوړیدو او تنظیم کیدو کې ئې برخه احستی مننه کوی شاباسی او ډاډ ورکوی او پدی هیله چې پښتانه خپل ملی مبارزین او ملی اتلان تل ونمانځی .

زور هسی پیغور شی چې همت ورسره مل نـه شی

ورک هغه مشال شه چې تیاره وی او دی بل نه شی

په درناوی

علی خان محسود

د پښتنو ټولنیز ولسولیز سر پرست مشر


[vid=files/videos/KunarGhonda4.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.

————————————————————————————-

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشرتابه (دارالانشا)دفتر

دافغان ادبـی ټولنی مخلصو غړو او د اروا ښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد غونډه کی راټول شویو درنو پوهانو، لیکوالانو، ادیبانو او شاعرانو په سلامونو او درناوی مو نمانځو!

د افغان ادبـی ټولنی پیاوړو پښتوپالو!

دا چی تاسی د پښتنو دقامی وحدت د قافلی سرخیل اروا ښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد دیوی درنی غونډی تابیا کړی ده،زمونږ لپاره د ډیری خوښۍ ځای دی.

ویښ قامونه تل خپل اتلان نمانځی، د پښتنو دقامی وحدت او ازادۍ د تحریک ددغه ستر مبارز کارنامی بایده دی چی وخت په وخت دی قوم ته وړاندی شی او ددی ملی مبارز د کار نامو ستاینه او قدردانی وشی.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د افغان ادبـی ټولنی ټولو پیاوړو پښتوپالو ملګرو نه چی ددی پرتمینی غونډی په جوړیدو او تنظیم کیدو کی یـی برخه اخستی مننه کوی، شاباسی او ډاډ ورکوی او په دی هیله چی پښتانه خپل ملی مبارزین او ملی اتلان تل و نمانځی.تاسی ته مضبوطه حوصله غواړم .

په درناوی.

علی خان محسود

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سر پرست

Ali Khan Mahsood

Völklingerplatz 11

42285 Wuppertal

Germany


يادونه : دا پیغام د 2008ع کال د مئ د مياشتی په دریويشتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په يادغونډه كې، چې د افغان ادبي ټولنې لخوا په پيښور د بورډ دزيارت دتم ځاى دپي سي ايس په كالج كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.

[vid=files/videos/AfghanAdabiTolana23.flv]