د شمشاد ټیلویزون د غمشريكۍ پېغام

د لوی او بخښونکی خدای په نوم

ستوری بـــه ولی بدرګه ورسـره اسـمان تــه نـــه ځی

چې د پښتو په خوشبوی کې خپل جانان ویښوی

کبیر ستوری د ادب د اسمان د ستورو له امیله یو ځلانده ستوری ؤ، چې په پایله کې د پښتو د غاړی امیل نن بې سوره اوسپک ښکاری، خو دا د فطرت لوبه ده اودا به همدغسی روانه وی. خو زمونږ تدبیرونه او تقدیر د پښتو تګ لوری نشی بدلولی. نو ښه دا بریښی چې قدرتی پریکړو ته امنا او سلمنا ووايو. البته دا ده چې د کبیر ستوری په جلاکیدو د زړه د تله خفه یو خدای دی وکړی چی ارواښاد ته اوه واړه جنتونه ور په برخه کړی .

لار ئې روښانه او برکت ئې په کورنۍ شه

الحاج فضل کریم فضل

د شمشاد تلویزون ریس


[vid=files/videos/KunarGhonda10.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.