-
زمونږ خوږ او پوهـ ماما صیب
زمونږ خوږ او پوهـ ماما صیب اروا دی ښاده وی .
-
روح ئې خوشحاله اوسی
لوی خدای دی وبښی او روح ئې خوشحاله اوسی .
-
دا د ټولو پښتنو دپاره مرګ دى
د ډاكتر كبير ستوري ددې دنيا نه رحلت كول صرف د هغوى نه، بلكې دا د ټولو پښتنو دپاره مرګ دى، ځكه چې پښتنو يو ښه نوموړى او خوشحال طبعه شاعر او اديب له لاسه وركړ. بله دا چې دا ستر غم يواځې د دوى د كورواله نه دى، بلكې ټول پښتانه په دې غم…
-
په ژوند اومرګ د چا له ياده نه
چې ژوندى وي د چا په ياد نه وي، چې مړ شي نو خلكو ته په ياد شي، خو ډاكتر كبير ستورى په ژوند اومرګ د چا له ياده نه وځي. د ماما صاحب مړينه د كوزې او برې پښتنو ته لويه ضايعه ده .
-
د پښتو په حواله زما يوه ناليدلې پېژندګلوي
د كبير ستوري سره د پښتو په حواله زما يوه ناليدلې پېژندګلوي وه. هغوى چې د پښتون قام د وحدت او يووالي دپاره كومه فكري مبارزه كړې ده، هغه اوس زموږ لپاره د مشال حيثيت لري. زه كه يو خوا د هغوى په مرګ غمجن يم، نو بل خوا په دې خوشحاله يم، چې محترم…
-
د خپلواكۍ د فرهنګي مركز د خواشينۍ پېغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې د هېواد يو تن علمي، فرهنګي شخصيت او د افغانستان او سيمې ولسونو ته د ديموكراسۍ او خپلواكۍ د لارې يو وتلى مبارز ډاكتر كبير ستوري له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې. لوى خداى دې ښه جنتونه ورپه برخه كړي. ارواښاد…
-
د افغانانو د ټولنې د تسليت او خواشينۍ پيغام
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې په پښتو مېن، ستر ليكوال، پياوړى شاعر او تجربه كار سياستوال ارواښاد ډاكتر كبير ستوري له دې فاني نړۍ سترګې پټې كړې. انا لله و انا اليه راجعون. د پښتو ژبې د ادب او د خپل ولس د يووالي لپاره د ډاكتر كبير ستوري نه ستړې…
-
د PSDP د ښځو د برخی د غمشریکۍ پېغام
انالله و انا اليه راجعون د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د مشر، ستر ليكوال او وتلي شاعر ډاكتر كبير ستوري د مړينې له امله موږ پښتني / افغاني مېرمنې او د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ښځو د څانګې غړې او مينه والې خپله ژوره خواشيني څرګندوو او دا د پښتون / افغان ولس لپاره…
-
د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور د وزیر پیغام
د لوی او بخښونکی خدای په نوم کونړ د تاریخ په اوږدو کې په خپلې شنی او غرنې غیږه کې د هیواد او نړۍ په کچه نوم وتی، ادبی، ټولنیز ،علمی اوسیاسی شخصیتونه زیږه ولی دې، چې له دغه ډلی څخه یو ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری ؤ. د ډیری خواشینۍ ځای دی چې د پښتو…
-
لوى شخصيت
د لوى شخصيت تلنه واقعاً لويه ضايع ده او د هغه كمى محسوس كوو.

