د پښتو په حواله زما يوه ناليدلې پېژندګلوي

د كبير ستوري سره د پښتو په حواله زما يوه ناليدلې پېژندګلوي وه. هغوى چې د پښتون قام د وحدت او يووالي دپاره كومه فكري مبارزه كړې ده، هغه اوس زموږ لپاره د مشال حيثيت لري.

زه كه يو خوا د هغوى په مرګ غمجن يم، نو بل خوا په دې خوشحاله يم، چې محترم ستوري صيب خپل ولس ته د مثبت سوچ دپاره فكري لارې پرانيستې.

زه پخپله ليكوال نه يم، خو په پښتو مېن يم او په دغه لار كې هر ډول هلې ځلې كول د خپل ژوند مرام ګڼم. دوعا كوم چې الله تعالى دې كبير ستوري ته يو روښانه ابدي ژوند وركړي. اّمين .

حاجي ګلزار خان اوركزى

دوحه _ قطر