د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور د وزیر پیغام

د لوی او بخښونکی خدای په نوم

کونړ د تاریخ په اوږدو کې په خپلې شنی او غرنې غیږه کې د هیواد او نړۍ په کچه نوم وتی، ادبی، ټولنیز ،علمی اوسیاسی شخصیتونه زیږه ولی دې، چې له دغه ډلی څخه یو ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری ؤ. د ډیری خواشینۍ ځای دی چې د پښتو ژبې دغه ستر شخصیت ،شاعر ، لیکوال او ژونالست مو له لاسه ورکړی. ارواښاد سربیره په شاعری او لیکوالۍ د ساپوهنی د ډګر یو تکړه ډاکتر ؤ چې له نیکه مرغی ئې په دغه برخه کې څو علمی او څیړنیز اثار لیکی دی. د ډیری خوښی او ویاړ ځای دی چې د کونړ میشتو فرهنګیانو د ارواښاد د لومړی تلین د لمانځلو غونډی تابیا کړی ده، دغه نیک کار ئې ستایم او د لا زیات بری په هیله یی یم .

ستاسو ورور عبدالکریم خورم

دفغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزیر


[vid=files/videos/KunarGhonda1.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.