د افغانانو د ټولنې د تسليت او خواشينۍ پيغام

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې په پښتو مېن، ستر ليكوال، پياوړى شاعر او تجربه كار سياستوال ارواښاد ډاكتر كبير ستوري له دې فاني نړۍ سترګې پټې كړې.

انا لله و انا اليه راجعون.

د پښتو ژبې د ادب او د خپل ولس د يووالي لپاره د ډاكتر كبير ستوري نه ستړې كېدونكې هڅې او خدمتونه د افغان ولس لپاره نه هېرېدونكي دي.

د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري مړينه د افغان ولس لپاره يوه ستره ضايعه ده.

په برتانيه كې د اوسېدونكيو افغانانو ټولنه خپل ځان له ټولو افغانانو سره په دې غم كې شريك ګڼي. موږ خپله خواشيني او غمرازي ټولو افغانانو ته او په ځانګړې توګه د خداى بښلي پاتې كسانو ته وړاندې كوو. كورنۍ ته يې جميل صبر او زغم غواړو او ارواښاد ته له لوى او بښونكي څښتن تعالى څخه د فردوس جنت هيله كوو.

روح دې يې ښاد وي

سيد جان كارواني

په برتانيه كې د اوسېدونكيو افغانانو د ټولنې مشر