د PSDP د ښځو د برخی د غمشریکۍ پېغام

انالله و انا اليه راجعون

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د مشر، ستر ليكوال او وتلي شاعر ډاكتر كبير ستوري د مړينې له امله موږ پښتني / افغاني مېرمنې او د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ښځو د څانګې غړې او مينه والې خپله ژوره خواشيني څرګندوو او دا د پښتون / افغان ولس لپاره يوه ستره ضايعه بولو.

موږ له لوى څښتن څخه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري لپاره د جنتونو دعا كوو، لوى څښتن دې ورته كونړونه جنت وګرځوي او همداسې موږ د ارواښاد كورنۍ، دوستانو او د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند غړيو او مينه والو ته له لوى څښتن ج څخه د زړه صبر او د اجرونو هيله كوو.

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ښځو د څانګې مشره

مېرمن ښاپېرۍ شينوارې