د هېڅ يوه انسان په سپكاوي خوښ نه و

اى لويه خدايه! هغه چاته چې زما د ادبي، سياسي او ټولنيز ژوند د ليارې ملګرى و، هغه چاته چې خپل ټول ژوند يې د پښتو ژبې او پښتون ولس د چوپړ په ليار كې وقف كړى و، هغه چاته چې يې تل د پښتون ولس يووالى غوښت او هغه چاته چې هېڅكله د هېڅ يوه انسان په سپكاوي خوښ نه و، ستا له لوى دربار څخه په جنت الفردوس كې ښه عالي مكان غواړم او د دې دعا سره جوخت خپل د زړه د درناوي مراتب هم وړاندې كوم .