دوستان او ياران د هغه درنې لارې ته

د پردېسۍ په ساه وژونكي ژوند كې د سرونو جنازې روانې دي. ستورى زموږ د هېواد او د پښتو د ادب لوى ستورى، د انسان د هوساينې د لارې ارام، خو نه ذيل كېدونكى مبارز شخصيت و. پښتانه وايي “سل دې ومره، يو دې مه مره” په ډېره خواشينۍ سره چې دا هم رانه لاړ. په دې هيله، چې د هغه درنه كورنۍ، دوستان او ياران د هغه درنې لارې ته دوام وركړي.