زه تقريباً شپږ كلن وم او په دويم صنف كې مې زده كړه كوله، چې خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى (چې موږ ورته په كور كې “ميرزا ماما” وايه). پخواني غربي المان ته د زده كړې لپاره ته نو زه د كابل هوايي ډګر ته ورسره د خداى په امانۍ لپاره تللى وم او همدا اوس مې هم د هغه سره هغه خداى په امانۍ په سترګو كې ده. د هغه ورځې نه وروسته تقريباً دوه څلوېښت كاله وشول، چې خداى بښلى ستوري دغه ټول كلونه په زده كړه او پردېسۍ كې تېر كړل، خو د دومره كلونو تيرولو سره سره ده هېڅكله د خپل وطن له خلكو سره په مينه او محبت كې يوه ماشه كموالى نه ښكارېده او بلكې دومره زياته مينه يې د خپل وطن او خلكوسره درلوده ، چې يوه شېبه يې هم دغه مينه د ياده نه وتله او چې بالاخره د اپريل په څلورمه نېټه يې په همدغه مينه له دې فاني دنيا سره خداى په اماني وكړه او په زرګونو خپلوان، دوستان او وطنوال يې چې له هغه سره يې خاصه مينه درلوده، يوازې پرېښودل.
روح دې ښاد وي.