• د افغان سينما تياتر مرکز د خواخوږۍ پېغام

    په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې د هېواد نامتو ليكوال، شاعر او ارواپېژندونكى ډاكتر كبير ستورى د ورپېښې ناروغۍ له امله په پردېسۍ كې وفات شو. د ډاكتر كبير ستوري مړينې نه يوازې خپله كورنۍ په وير كېنوله، بلكې د هېواد ټول فرهنګيان او شاعران يې په خپل ماتم غمګين كړل. د…

  • ستورى په ولس او هېواد مَېن شخصيت و

    د هېواد مشهور ليكوال، سياستوال او شاعر ډاكتر كبير ستورى په جرمني كې په حق ورسېد. ډاكتر كبير ستورى د هېواد نامتو شاعر او ليكوال و، په لسګونه كتابونه يې ليكلي دي. د ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ولس مشر حامد كرزي د فرهنګي چارو سلاكار وزير سرمحقق زلمي هېوادمل پژواك خبري اژانس ته…

  • دپښون کور د غمرازۍ پیغامونه

    پښون کور ( کولتوری مرکز بن ـ جرمنی ) د کونړ میشته فرهنګیانو ته د ډاکتر کبیر ستوری د لومړی تلین د ياد غونډی او ملی خدمتونو د نمانځنی له امله مبارکی واي . ډاکتر کبیر ستوری چې د هيواد ملی او منلی سړیتوب ( شخصیت ) دی د خپل ژوند تر اخری سلګی پوری…

  • د سلام فرهنګي ټولنې د غمشريكۍ پېغام

    د هېواد يو بل وتلى ليكوال او د پښتو ژبې خوږ ژبى شاعر ډاكتر كبير ستوري له دې پاتې دنياګۍ نه د تل لپاره مخ واړاوه. انالله و انا اليه راجعون. د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري ناڅاپي مړينې ډېر غمجن كړي يو، زموږ لا د مرحوم قمر زمان طاېزي په غم ژړا نه وه پاى…

  • سياسي، ملي، اجتماعي او فرهنګي شخصيت

    د افغانستان د اسلامي دولت مشر حامد كرزى د ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ژورې خواشينۍ څرګندونه كړې. ولسمشر په خپل يو پيغام كې چې د 2006 كال د اپريل په شپږمه نېټه د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون څخه خپور شو، د خپلې خواشينۍ مراتب داسې څرګند كړل: ارواښاد ډاكتر كبير ستورى د…

  • د افغان ادبي جرګې د غمرازۍ پېغام

    د پښتنو ټولنیزو سولیز ګوند (PSDP) د مشرانو جرګې له درنو ملګرو د زړه له کومې مننه کوو چې د لوی افغانستان په اسمان کې د یوه نه پنا کیدونکي ستوري ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په یاد یې د لومړي تلین په نوم یاد غونډه را بللې ده. په لندن کې د افغان ادبي جرګې…

  • د افغان ملت ګوند د غمشريكۍ پېغام

    د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ارواښاد ډاكتر كبير ستوري بې وخته مړينه د ټولو پښتنو سياسي، ادبي او كلتوري حلقو لپاره ستره ضايعه ده. ډاكتر صيب يو پوه سياستوال، خوږ ژبى شاعر او مبارز ليكوال و. د دوى ليكنې هم سياسي دي، هم ادبي او هم علمي. ډاكتر صيب به هرې مهمې ادبي او…

  • د ډاكتر كبير ستوري او قمر زمان طاېزي په مړينه

    د پښتو ژبې دوه مشران، شاعران، اديبان او ليكوالان د لرې پښتونخوا قمر زمان طاېزى او د برې پښتونخوا ډاكتر كبير ستورى يو بل پسې د يوې ورځې په دمه په حق ورسېدل. د پښتو ژبې، ادب او تاريخ دپاره ددې دواړو شخصياتو هلې ځلې د هېچا نه پټې نه دي او د دوى مړينه…

  • د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنې پیغامونه

    په خوښۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کونړ میشتو فرهنګیانو په نوښت او همت د پښتنو د ملی مبارز او منلی سړیتوب ( شخصیت ) ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د لومړی تلین په یاد علمی او ادبی غونډه جوړيږی . ارواښاد ستوری نه يوازی يو سیاسی او ولسی شخصیت وو بلکه د…

  • د واك فونډېشن د غمرازۍ پېغام

    د پښتانه ليكوال، څېړونكي او سياستوال ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د مړينې له كبله هغه ارواښاد ته د لوى خداى له درباره جنتونه او د هغوى كورنۍ او ملګرو ته د زړه صبر غواړم. انجنير محمد انعام واك د واك فونډېشن مشر ناروې