ستورى په ولس او هېواد مَېن شخصيت و

د هېواد مشهور ليكوال، سياستوال او شاعر ډاكتر كبير ستورى په جرمني كې په حق ورسېد. ډاكتر كبير ستورى د هېواد نامتو شاعر او ليكوال و، په لسګونه كتابونه يې ليكلي دي.

د ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ولس مشر حامد كرزي د فرهنګي چارو سلاكار وزير سرمحقق زلمي هېوادمل پژواك خبري اژانس ته وويل :

ډاكتر كبير ستورى په ولس او هېواد مَېن شخصيت و . د هېواد د ترقۍ، سوكالۍ او سولې لپاره يې نه ستړي كېدونكې هلې ځلې كړي دي. د پښتو ژبې او پښتنو لپاره يې د قدر وړ خدمت كړى، په لسګونو اثار يې د ساپوهنې او شعر په برخه كې ليكلي دي.

ارواښاد ډاكتر كبير ستورى د هېواد يو نوميالى ارواپوه و، د هغه مړينه د هېواد لپاره يوه ستره ضايعه ده او دغه تشه به تر ډېره وخته ډكه نه شي .

سرمحقق زلمي هېوادمل

د افغانستان د اسلامی جمهوريت

د ولسمشر د کولتوری ( فرهنکی) چارو مشاور وزير