سياسي، ملي، اجتماعي او فرهنګي شخصيت

د افغانستان د اسلامي دولت مشر حامد كرزى د ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ژورې خواشينۍ څرګندونه كړې.

ولسمشر په خپل يو پيغام كې چې د 2006 كال د اپريل په شپږمه نېټه د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون څخه خپور شو، د خپلې خواشينۍ مراتب داسې څرګند كړل:

ارواښاد ډاكتر كبير ستورى د هېواد سياسي، ملي، اجتماعي او فرهنګي شخصيت و ، په پښتو ژبه يې ډېر علمي او څېړنيز كتابونه ليكلي او تل يې د هېوادوالو خدمت ته ملا تړلې وه. د هغه مړينه د هېواد لپاره ستره ضايعه ده.

زه د ارواښاد لپاره مغفرت او كورنۍ ته يې د صبر او تسلۍ مراتب وړاندې كوم.

روح دې يې ښاد وي.

حامد كرزى

(د افغانستان د اسلامي دولت مشر )