د سلام فرهنګي ټولنې د غمشريكۍ پېغام

د هېواد يو بل وتلى ليكوال او د پښتو ژبې خوږ ژبى شاعر ډاكتر كبير ستوري له دې پاتې دنياګۍ نه د تل لپاره مخ واړاوه.

انالله و انا اليه راجعون.

د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري ناڅاپي مړينې ډېر غمجن كړي يو، زموږ لا د مرحوم قمر زمان طاېزي په غم ژړا نه وه پاى شوې، چې دا بل نوى غم راپېښ شو.

له توره بخته په يوه اوونۍ كې دوې داسې سترې تشې د افغان ولس او پښتون قام مخ ته راغلې، چې د ډكېدو نه دي.

سلام فرهنګي ټولنه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري او مرحوم طاېزي له كورنيو سره په دې غم كې ځان شريك ګڼي. د لوى څښتن څخه وفات شويو ته دفردوس جنت غوښتنه كوو او كورنيو ته يې د زړه صبر غواړو.

امين يا رب العالمين.

د سلام فرهنګي ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ

په استازيتوب

پوهنوال رسول باوري