په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ، چې د هېواد نامتو ليكوال، شاعر او ارواپېژندونكى ډاكتر كبير ستورى د ورپېښې ناروغۍ له امله په پردېسۍ كې وفات شو.
د ډاكتر كبير ستوري مړينې نه يوازې خپله كورنۍ په وير كېنوله، بلكې د هېواد ټول فرهنګيان او شاعران يې په خپل ماتم غمګين كړل.
د افغان سينما تياتر مركز د نوموړي مړينه د خپل هېواد ډېره لويه ضايعه بولي، د هغه روح ته د لوى خداى ج له دربار څخه د بښنې او د هغوى د كورنۍ په ګډون د هغوى ټولو دوستانو او مينه والو ته د جميل صبر غوښتنه كوي.
روح دې يې تل ښاد وي
د افغان سينما تياتر مطبوعاتي اداره
انجنير فريدالله ساپى
كولن، جرمني