دپښون کور د غمرازۍ پیغامونه

پښون کور ( کولتوری مرکز بن ـ جرمنی ) د کونړ میشته فرهنګیانو ته د ډاکتر کبیر ستوری د لومړی تلین د ياد غونډی او ملی خدمتونو د نمانځنی له امله مبارکی واي .

ډاکتر کبیر ستوری چې د هيواد ملی او منلی سړیتوب ( شخصیت ) دی د خپل ژوند تر اخری سلګی پوری ئې د پښتون ولس په خدمت کې نه ستړی کیدونکی منډی ترړی وهلی دی .د پوهنی ، فلسفی ، سیاست ، ژورنالیزم او ادب په ډګر کې بې ساری جګ مقام لری او مونږ ته ئې ډیره ارزښتناکه معنوی شتمنی راپری ايښی ده . پښتون کور هيله لری چې د کونړ ولایت محترم مقام به په کونړ کې د ارواښاد ستوری په نوم پوهنیزی علمی موسسی ونوموي .

پښتون کور ( کولتوری مرکز بن ــ جرمنی ) ستاسو د هڅو د زړه له کومی قدردانی او ملاتړ کوی او تاسو ته مظبوطه حوصله غواړی .

په درناوی

هدایت الله خان بنګش

د پښتون کور مشر


[vid=files/videos/KunarGhonda5.flv]

يادښت : دا پیغام د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.

————————————————————————————-

Pukhtun Kor

Cultural Center, Bonn-Germany


پښون کور ( کولتوری مرکز بن ـ جرمنی ) دافغان ادبـی ټولنی ته د ډاکتر کبیر ستوری د ياد غونډی او ملی خدمتونو د نمانځنی له امله مبارکی وایي .

ډاکتر کبیر ستوری د خپل ژوند تر اخری سلګی پوری د پښتون ولس په خدمت کې نه ستړی کیدونکی منډی ترړی وهلی دی .د پوهنی ، فلسفی ، سیاست ، ژورنالیزم او ادب په ډګر کې بې ساری جګ مقام لری او مونږ ته ئې ډیره ارزښتناکه معنوی شتمنی راپری ايښی.

پښتون کور ( کولتوری مرکز بن ــ جرمنی ) ستاسو د هڅو د زړه له کومی قدردانی او ملاتړ کوی .

په درناوی

هدایت الله خان بنګش

د پښتون کور مشر

Hidayatullah Khan Bangash

Im Schmalzacker 1

53125 Bonn

Germany


يادونه : دا پیغام د 2008ع کال د مئ د مياشتی په دریويشتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په يادغونډه كې، چې د افغان ادبي ټولنې لخوا په پيښور د بورډ دزيارت دتم ځاى دپي سي ايس په كالج كې جوړه شوې وه، اورول شوې دی.