• دا شعر خاص د ستوري صيب لپاره

    چــــــې پيدا شـــوې تــــــا ژړل خلكو خندل داسې مړ شه چې ته خاندې او خلك ژاړي داسې ښكاري، چې دا شعر خاص د ستوري صيب لپاره ويل شوي وي.

  • څوك دده ځاى نشي ډكولاى

    مرحوم ستورى د پښتو ژبې له ادبيانو او هغه پوهانو څخه و، چې تر ډېرې مودې پورې څوك دده ځاى نشي ډكولاى.

  • د پښتنو د يووالي بېرغ دې اوچت ساتلى

    ته پښتون وې، پښتون سياستوال وې، اديب وې، شاعر وې. په پښتنو او پښتو مېن پښتون/افغان وې. همدا ته وې، چې د پښتنو د يووالي بېرغ دې اوچت ساتلى و او دا دې په مرګ دى هم وښودله. ته دويم پښتون/افغان وې، چې د خان عبدالغفار خان بابا پسې په هماغه لارې لاړې. هغه لار،…

  • عزتمند محترم ترورزی ملی او لوړ شخصیت

    زه محمد ناصر رنځورپال د افغانستان د کونړ د تیشی اوسیدونکی یم او اوس په کاناډا کې مهاجر یم خپل ګران او عزتمند محترم ترورزی ملی او لوړ شخصیت کبیر جان ستوری د مړینی له کبله خپل خواخوږی او خفګان وړاندی کوم

  • د لر او بر پښتون قام ملا ماته كړه

    د ارواښاد ډاكتر كبير ستوي ماما مړينې د لر او بر پښتون قام ملا ماته كړه او په پښتون قوم يې ماتم راوست، خو د پښتون قام بچي به د ماما صيب دا ارمانونه په ډېره مېړانه پوره كوي، كوم چې ماما صيب له دې فاني دنيا څخه له ځان سره يووړل.

  • يو ډېر عالم او خدمتګار انسان و

    خداى بښلى كبير ستورى يو ډېر عالم او خدمتګار انسان و. د ودان افغانستان د ټولو همكارانو په استازيتوب د ارواښاد ستوري صاحب پسماندګانو ته د زړه د كومي تسليت او صبر جميل د خداىج له دربار څخه غواړو او خداى بښلي ته دې خداىج جنت الفردوس ورپه برخه كړي.

  • خو د هغه ځلا به تر هغه وخته پورې وي

    خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى د پښتو ادب د اسمان يو داسې ځلنده ستورى و، چې كه هرڅو په جسماني توګه هغه موږ نه پناه شو، خو د هغه ځلا به تر هغه وخته پورې وي، چې ترڅو پښتو ادب او پښتون قام ژوندى وي. واقعي چې داسې نابغه روزګار خلك د وخت نه وړاندې…

  • ستورى د پښتو نوې ميډيا لوى مير و

    قدرمن كبير ستورى د پښتو نوې ميډيا لوى مير و. هغه په پردۍ خاوره كې خپله ژبه، خپل قوم ژړولو، د شرافت مجسمه وه، د پوهې سمندر و ، ښه شاعر و، ښه پښتون پرور و او همدا ښه پښتون جوړېدل زما په نزد د ګمان لويه خبره ده. په ما مېن و، زما د…

  • د پښتو ادب د اسمان يو بل ځلنده ستورى

    د خداى بښلي كبير ستوري صاحب د وفات نه خبر شوم. زړه مې ودرېده، چې د پښتو ادب د اسمان يو بل ځلنده ستورى پرېوت. مونږه خو لا د تلليو د غم نه، نه و فارغ، چې بل داغ مو په زړه ولګېد . الله ( ج ) دې خداى بښلي كبير ستوري صاحب ته…

  • د ګوربت فرهنګي ټولنې د خواخوږۍ پېغام

    كـبير ستــورى هـــم ولـــوېد د پښتو ژبې تكړه ليكوال كبير ستورى له هېواده لرې په جرمني كې له دې نړۍ سترګې پټې كړې. انا لله و انا اليه راجعون. خداى بښلى ستورى د هېواد يو نوميالى ارواپوه، ليكوال او ټولنيز شخصيت و، چې د خپل عمر په اوږدو كې يې ګڼ شمېر اّثار په پښتو…