د پښتو ادب د اسمان يو بل ځلنده ستورى

د خداى بښلي كبير ستوري صاحب د وفات نه خبر شوم. زړه مې ودرېده، چې د پښتو ادب د اسمان يو بل ځلنده ستورى پرېوت. مونږه خو لا د تلليو د غم نه، نه و فارغ، چې بل داغ مو په زړه ولګېد . الله ( ج ) دې خداى بښلي كبير ستوري صاحب ته په جنت فردوس كې هغه مقام وركړي، چې كوم موږ د هغه دپاره د پاك الله نه غواړو او د هغوى يو نعمل البدل دې، دې يتيمې سپېرې پښتو له وركړي او پسمانده ګانو له دې الله ( ج ) صبر جميل وركړي او د هغوى بركتونه دې الله ج په دوى كېږدي. اّمين.

پروفیسر جهانزیب نیاز

د پښتو نړيوال کانګرس چیرمین او

ددستار انټرنیشنل مجلی چیف ایډیټر

د غنی خان ادبی ، کلتوری او څیړنیزی جرګی مشر