خو د هغه ځلا به تر هغه وخته پورې وي

خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى د پښتو ادب د اسمان يو داسې ځلنده ستورى و، چې كه هرڅو په جسماني توګه هغه موږ نه پناه شو، خو د هغه ځلا به تر هغه وخته پورې وي، چې ترڅو پښتو ادب او پښتون قام ژوندى وي. واقعي چې داسې نابغه روزګار خلك د وخت نه وړاندې پېدا كېږي او د وخت نه وړاندې ډېر بې وخته ځي. خداى پاك خو دې په دې دنيا كې تل داسې انسانان پيدا كوي. واقعي چې ډېر لوى نقصان وشو، زه په لفظونو كې د دومره لوى غم احاطه نشم كولاى.