• چې لر او بر پښتون سره یو

    ډیر محترم ستوری لالا صاحب چې کوم خدمت د پښتو ژبې د پاره کړیدی دا نه هیریدونکی دی دلالا صاحب ددې خدمت په اساس هر پښتون په افتخار کړی او هر پښتون ته لا زمه ده چې د ستوری په قدم باندی قدم کیږدي او د هغې دا ارمان سرته ورسوی چې لر او بر…

  • خپل ژور تاثرات د دوى محترمې كورنۍ ته

    زه د ډېر محترم ارواښاد ډاكتر صاحب ستوري د مړيني له كبله خپل ژور تاثرات د دوى محترمې كورنۍ ته وړاندې كوم. ارواښاد ته د پاك خداى (ج) له دربار څخه مغفرت غواړم او محترمې كورنۍ ته يې صبر جميل. پاك خداى دې وبښي.

  • فكرونه او خيالونه يې ټولو نه

    كبير ستورى ډېر لوى پښتون و، فكرونه او خيالونه يې ټولو نه بېل بېل وو. په خپل قام باندې ډېر زيات مېن و، په ټول يورپ كې په رښتيا ستورى و. د پښتون قوم يووالى د هغه د ژوند مقصد و. دا مبارز زما ډېر نږدې دوست و.

  • پښتون قام دپاره يو ښه مبارز نه

    نن موږ دا احساس كولى شو، چې موږ د يو ډېر ښه پښتون قام دپاره يو ښه مبارز نه محرومه شو. الله دې ډاكتر كبير ستوري ته په جنت الفردوس كې ځاى وركړي. د هغه د كورنۍ غړيو ته د زړه ته صبر وركړي او موږ ته توفيق راكړي، چې د هغه مشن جاري وساتو…

  • د تاريخي افغانستان يو وتلى سياسي

    محترم خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى د تاريخي افغانستان يو وتلى سياسي مبارز و ، چې نه يواځې په اّزاد افغانستان كې، بلكې په محكوم افغان وطن كې هم په سياسي مبارزينو كې يو ډېر محبوبيت لرونكى قومي ولسي مشر و. خداى بښلى ډاكتر صيب د لر او بر افغان ملت د ملي وحدت پلوى…

  • د سلام فرهنګي ټولنې د غمشريكۍ پېغام

    د هېواد يو بل وتلى ليكوال او د پښتو ژبې خوږ ژبى شاعر ډاكتر كبير ستوري له دې پاتې دنياګۍ نه د تل لپاره مخ واړاوه. انالله و انا اليه راجعون. د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري ناڅاپي مړينې ډېر غمجن كړي يو، زموږ لا د مرحوم قمر زمان طاېزي په غم ژړا نه وه پاى…

  • سياسي، ملي، اجتماعي او فرهنګي شخصيت

    د افغانستان د اسلامي دولت مشر حامد كرزى د ډاكتر كبير ستوري په مړينه د ژورې خواشينۍ څرګندونه كړې. ولسمشر په خپل يو پيغام كې چې د 2006 كال د اپريل په شپږمه نېټه د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون څخه خپور شو، د خپلې خواشينۍ مراتب داسې څرګند كړل: ارواښاد ډاكتر كبير ستورى د…

  • د افغان ادبي جرګې د غمرازۍ پېغام

    د پښتنو ټولنیزو سولیز ګوند (PSDP) د مشرانو جرګې له درنو ملګرو د زړه له کومې مننه کوو چې د لوی افغانستان په اسمان کې د یوه نه پنا کیدونکي ستوري ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په یاد یې د لومړي تلین په نوم یاد غونډه را بللې ده. په لندن کې د افغان ادبي جرګې…

  • زما لپاره څو مرګونه دي

    د كبير ماما يو مرګ زما لپاره څو مرګونه دي. ديو معنوي پلار مرګ، د يو استاد او لارښود مرګ، د يو خوږ ملګري مرګ او همدا راز سياسي او ادبي ځانته والى. د هغه خاطرې او لارښوونې زما د ژوند ارمانونه او پوره والى دى .

  • د ټول پښتون ولس لپاره

    د ډاكتر ستوري مړينه د ټول پښتون ولس لپاره لويه ضايع ده.