• دا د ټولو پښتنو دپاره مرګ دى

    د ډاكتر كبير ستوري ددې دنيا نه رحلت كول صرف د هغوى نه، بلكې دا د ټولو پښتنو دپاره مرګ دى، ځكه چې پښتنو يو ښه نوموړى او خوشحال طبعه شاعر او اديب له لاسه وركړ. بله دا چې دا ستر غم يواځې د دوى د كورواله نه دى، بلكې ټول پښتانه په دې غم…

  • په ژوند اومرګ د چا له ياده نه

    چې ژوندى وي د چا په ياد نه وي، چې مړ شي نو خلكو ته په ياد شي، خو ډاكتر كبير ستورى په ژوند اومرګ د چا له ياده نه وځي. د ماما صاحب مړينه د كوزې او برې پښتنو ته لويه ضايعه ده .

  • د پښتو په حواله زما يوه ناليدلې پېژندګلوي

    د كبير ستوري سره د پښتو په حواله زما يوه ناليدلې پېژندګلوي وه. هغوى چې د پښتون قام د وحدت او يووالي دپاره كومه فكري مبارزه كړې ده، هغه اوس زموږ لپاره د مشال حيثيت لري. زه كه يو خوا د هغوى په مرګ غمجن يم، نو بل خوا په دې خوشحاله يم، چې محترم…

  • لوى شخصيت

    د لوى شخصيت تلنه واقعاً لويه ضايع ده او د هغه كمى محسوس كوو.

  • يــو ځـلـې بــيــا پــه دې لار

    يــو ځـــلـــــې بــيــــا پــــــه دې لار راشـــه د سهار باده غرمو مړاوي كړل ګلونه يــو ځـــلـــــې بــيــــا پــــــه دې لار راشـــه په پخواني منډو دې پرېواته ګردونه

  • د خپلو ايډيالونو لپاره ژوند كاوه

    ډاكتر كبير ستورى يو ايډياليست، پښتون، مسلمان هومانست و. ده د خپلو ايډيالونو لپاره ژوند كاوه. په خپله عقيده او لاره كې هېڅ ډول كامپرومس ته تيار نه و. دى يو مهربان، باحوصله شخصيت و. دده مړينه ډېره ستره ضايع ده. موږ به ستا د ارزوګانو د پوره كولو لپاره له هېڅ راز هلوځلو څخه…

  • پښتون قوم لپاره يې ډېر خدمتونه كړي

    ته يوازې د خپلې كورنۍ څخه نه يې تللى، بلكې ته له پښتون قوم څخه تللى يې. ته له هغه انسانانو څخه يې، چې پښتون قوم لپاره يې ډېر خدمتونه كړي او ډېرې قربانۍ دې وركړي دي.

  • د ارواښاد ستوري غمشريك دى

    د ډاكتر كبير ستوري وفات پښتو كلتور او ادب ته، د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند ته او ټول پښتون قام ته يو نه جبرانېدونكى نشتوالى دى، چې په دې غميزه كې ټول خلك په تېره بيا د ادب، هنر او افغاني كلتور پښتني ټولنه د ارواښاد ستوري غمشريك دي.

  • په ډیر احترام

    پاک خدای دی وبښی په ډیر احترام .

  • د پښتنو د ملي يووالي دپاره يې

    د قدر وړ ورور كبير ستورى، چې يو نوميالى پښتون و او د پښتو او پښتونولۍ او د پښتنو د ملي يووالي دپاره يې د خپل وس خدمتونه كړي او په مړينه به يې نه يوازې كورنۍ غمجنه وي، بلكې د ټول پښتون قوم دپاره قدر شخصيت يوه ستره ضايعه ده. روح دې يې ښاد…