د خپلو ايډيالونو لپاره ژوند كاوه

ډاكتر كبير ستورى يو ايډياليست، پښتون، مسلمان هومانست و. ده د خپلو ايډيالونو لپاره ژوند كاوه. په خپله عقيده او لاره كې هېڅ ډول كامپرومس ته تيار نه و. دى يو مهربان، باحوصله شخصيت و. دده مړينه ډېره ستره ضايع ده. موږ به ستا د ارزوګانو د پوره كولو لپاره له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونكړو. هر وخت راسره يې ستا يادونه ستاسې غوښتنې او پوښتنې به هېڅكله زموږ هېرې نه شي.