• زموږ لوى مشر د پښتنو دروند

    زموږ لوى مشر د پښتنو دروند شخصيت له دې دنيا څخه لاړ، موږ ټول يې ځانته پرېښودو. ډاكتر ستورى د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند بنسټ ايښودونكى او د مرګ تر ورځې ددې ګوند مشر و. د پښتنو د يووالي او اّزادۍ لپاره يې ډېر ستر خدمتونه كړي دي.

  • تلپاتي، نه هېرېدونكي او ستر خدمتونه

    د ماما صيب كومه مينه، چې له پښتو ژبې سره وه، واقعاً بې انتها وه. خداى دې د هر پښتون په زړه كې داسې مينه واچوي. پښتو ژبې ته يې تلپاتي، نه هېرېدونكي او ستر خدمتونه كړي دي.

  • د پښتون قامي وحدت

    د پښتنو د اسمان ځلانده ستورى ډوب شو. الله تعالى دې موږ ته د هغه مشن “د پښتون قامي وحدت” د حاصلولو توفيق راكړي. الله تعالى نه به د هغه د ارمانونو دنيا د اّبادولو دعا كوو. .

  • نن د هغو افسوس ناك مرګ دعا له راغلم

    ماته نن ډېر افسوس دى، چې د كوم لوى انسان او سترې هستۍ د زوى د واده په ښادۍ كې زه دلته راغلى وم، نن د هغو افسوس ناك مرګ دعا له راغلم. ډاكتر كبير صاحب يو پښتون مزاج انسان و، ډېر خوږ دوست او ښه ورور و. ډېر لوى شاعر او ستر اديب و،…

  • سل دې ومره خو د سلو سر دې مه مره

    غــــم خــــو دا دى چـــې د ســـلــو ســـر د چـــا مـــري . زه نه پوهېږم، چې د پښتو او پښتنو د اسمان د ستوري د دردناكې او غمناكې مړينې په اړوند خپل ژور خپګان او د غمجن او داغلي زړه تاثرات څنګه، په كومو كليمو او جملو څرګند كړم؟ حقيقت خو دا دى، چې په…