په جرمنی کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه

Wesseling, Germany

جرمنی :د روان 2006 ع کال د اپریل د میاشتی په 29 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ د مازیګر د 3 بجو څخه تر 5 بجو پوری د المان د ویسیلنګ په ښار کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو او غړو نه علاوه په اروپا کې د بیلا بیلو کلتوری ټولنو استازو د اطریش، سویډن، بلجیم، هالنډ، ډنمارک، انګلستان او د المان د لیری لیری ښارونو څخه د لر او بر پښتنو/افغانانو پوهانو، شاعرانو، ولسی مشرانو، سیاسی او ادبی سړیتوبونو ( شخصیتونو) د هیواد پخوانی وزیرانو، لوړرتبه نظامی او ملکی مامورینو، ملګرو دوستانو، خپلوانو، په بن کې د افغانستان د قنسلګرۍ استازو او قنسل ګډون کړئ و واخستل شوه.

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری روح ته دوعا وشوه.

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد د غمرازۍ او څرګندونو په کتاب کې: 

* ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری خپل ټول ژوند پښتو او پښتونولۍ او د پښتنو یووالی ته وقف کړی و. ډیرو پښتنو ته ئې د یووالی او سیاسی بیدارۍ لاره وښودله لکه څنکه چې ارواښاد ستوری ته پښتانه ګران و هم داسی دی هم په ټولو پښتنو ګران دی او وی به.

* ای د پښتونخوا د غرونو زمریه همدا ته ئې چې څه د پاسه سل کاله وروسته دی د افغان سیدجمال الدین یادونه تازه کړه او دا دی په ثبوت ورسوله چې د کونړ په خاوره کې د افغان سید جمال الدین په څنګ کې تاسی هم خپل ځای ونیولو د کونړ خلک، د مشرقی ولسونه او افغانان/پښتانه په تاسی ویاړ کوی.

ویاړ دی وی په تاچې ځان دی لکه د شمع وسو او خپل ولس او قام ته دی لیاری رڼا کړی.

* ارواښاد ستوری یو سپیڅلی انسان ؤ چې ژوند ئې د سپیڅلتیا یوه نښه وه او مړینه ئې هم د داسی یو سپیڅلی انسان په څیروه چې ټول وطن خپل غم ورسره شریک کړ.

* وعده کوو چې ستا د ارمانونو د پوره کولو د پاره به مو هلی ځلی کوو.

* د پښتو د اسمان انګړ د کبیر ستوری په مرینه خالی شو، هغه ریښتنی پښتون زمونږ له څنګه لاړو.

* د ارواښاد ډاکتر ستوری په مړینه سره د افغانستان د خلکو د ملی او وطن پرست شخصیتونو په شمیر کې کمبود پیدا شو.

ســـــــتـــا ویــــــــنـــــه پــــــــښـــــتـــــنــه وه

ســـــــــتـا مـــــــیــــنــــــه پــــــښــــتـــــنـه وه

تـــــه زمــــــا د ســـــــــر شـــــــــمــــلـــه وی

تــــــه زمـــــــــا د شــــــــــمــــــلــــــــی وږی

* د ډاکتر کبیر ستوری خاطرات زمونږ سره تل موجود دی.

ډاکتر کبیر ستوری حقیقتآ د یوه ځلندونکی ستوری په شان د پښتونخوا په تاریخ کې خپل ځان پریښود په پښتو مین او دپاک او صادق زړه خاوند ؤ.

* پوهان ادیبان او شاعران ملی شخصیتونه تل ژوندی وی. ارواښاد ستوری تل ژوندی دی د هغه پښتنی سیاسی فکر او نظریه به مونږ وړاندی بوزو.

* ډاکتر ستوری د پښتون قام د بخت ستوری ؤ د هغه افکار ژوندی وی .

* ډاکتر ستوری یو ایډیالست ، پښتون، مسلمان هومانست و ده د خپلو ایډیالونو د پاره ژوند کاوه. په خپله عقیده او لاره کې هیڅ ډول کامپرومس ته تیار نه و. دی یو مهربان او با حوصله شخصیت و. دده مړینه ډیره بی وخته وه خود پښتنو لویه بدمرغی پدی کې ده چې ددی قام مهم شخصیتونه تل د دوۍ د تاریخ په ډیرو حساسو وختونو کې له دونیا تللی.

* زما د تګ لاری پیاوړی ، زړه ور، غیرتمن، ملی او علمی لوړ شخصیت دلری او بری پښتونخوا ځلیدونکی ستوری ولوید. 

زړه مـــــی پــــه ویــــــر کـــې مـــبـــــتــلا شــــــونا 

جـــــــــرمـــــــــنـــــی واړه پـــــــــه ژړا شــــــــــونا

چـې افــغــان لــــوړســـتــوری تــیـر لـه دونـیا شـونا

* مرحوم ډاکتر کبیر ستوری چې د خپل عمر ډیره زیاته برخه ئې د هیواد او خصوصآ د لر او بر پښتنو ته په چوپړ کې تیر کړی او اوږده مبارزه ئې کړی ده دده سیاسی مبارزه د ټولو افغانانو او خصوصآ د پښتنو لپاره یو ستر سرمشق دی پښتانه به د ستوری صاصب لاره په کلکه تعقیبوی.

* د ډاکتر ستوری مړینه په پښتون لوی قام کې لویه تشه بولم پدی هیله چې د پښتون قام ستوری د همدی ( ستوری) په څیر وځلیږی. 

ډاکتر کبیر ستوری دانسانیت او شرافت غوره نمونه وه او د افغان/ پښتون ولس لپاره د ټولنیزی ولسواکۍ ټینګ غوښتونکی و. 

* محترم ماما : خدای دی وکړی چې پښتون ولس کې ستا په شان ډیر داسی کسان پیدا شی. 

* ګران ماما صاحب: خدای دی خاوری درسره هم وبښی ډیر بی وخته رانه لاړی پښتانه یو خل بیا یتمان شول. 

* د ارواښاد ستوری مړینی د لراو بر پښتون قام ملا ماته کړه خو د پښتون قوم بچیان به د ماما صاصب دا ارمانونه په ډیره میړانه پوره کوی.

* د پښتو ژبی د پاره ماما ډیر زیات خدمت کړی دی. مونږ سره به ټول عمر او په هر وخت کې تا سو موجود ئې.

* ته پښتون وی ،پښتون سیاستوال وی، ادیب وی، شاعر وی، په پښتنو او پښتو مین افغان پښتون وی. همدا ته وی چې د پښتنو د یووالی بیرغ دی جګ ساتلی و او دا دی په مرګ هم وښودله. ته دوهم پښتون/ افغان وی چې د خان عبدالغفار خان ( باچا خان )په هغه لار لاړی هغه لار چې په ژوند دی غوره کړی وه په مرګ دی هم هماغه لار شوه. 

* ستوری زمونږ د هیواد د پښتو ادب لوی ستوری او د انسان د هوساینی د لاری حوصله لرونکی اونه ستړ یکیدونکی مبارز شخصیت و. پښتانه وائې چې سل دی ومره او د سلو سر دی مه مره.

* ستوری صاحب : واقعآ د وطن ملی او په وطن او پښتو ژبه مین شخصیت و. ارواښاد د کبیر ستوری چې زمونږ د ژبی او قومی یووالی نومیالی مشر و او د لوړی پوړۍ عالم و دده ځای همیشه زمونږ په زړونو کې دی. ارواښاد کبیر ستوری د افغانی ټولنی او د هغی د ادب او سیاست لپاره یو روښانه څیره وه.

* د ارواښاد ستوری لوی شخصیت واقعآ لوی کمبود دی. ډاکتر صاحب کبیر ستوری هغه سپیڅلی انسان او پښتون ؤ چې مړینه ئې یقینآ د پښتنو روڼ اندو لپاره درنه ضایعه او دیو شمیره دوستانو لپاره د زړه ژور ټپ دی.

* ډوکتو کبیر ستوری یو سوچه پښتون، د یوی خبری سړی و.

* ډاکتر کبیر ستوری یو سپیڅلی او ملی شخصیت و نوموړی نه تنها د کونړ بلکی د ټول افغانستان په سطحه یو پیژندل شوی شخصیت وو.

ارواښاد ډاکتر ستوری صاحب مړینه نه یوازی د پښتنو لپاره بلکه د هیواد او سیمی له پاره ستره ضایعه ده.

ډاکتر ستوری چې کوم خدمت د خپل ملت د پاره کړی دی دا د پښتون تلریخ یو ژوندی باب دی.

ډاکتر ستوری د پښتنو د حقوقو د لاس ته راوړو د پاره مبارزه کړیده.

دا د کـوم اجـل جـرس ؤ چـې پــه غـــــوږ مــــو لــګــیـدلـــی

چـې د ســتـورو له مـداره مو یـو ســتـوری غورځـــیــدلــی



یـا بـه مـونـږه بـدنــصـیـــب یـو، یا خــدایـه سـتـا رضـــا وه

ســتا رضـا ده، ســتا رضـــا ده، دا مــو تـا تـه در بـــښــلـی



د پــــښــتـو د پــټـکــــي ول ؤ د غـــــرور یــوه شــــمــــلــه وه

زمــونـږ ســتـوری د اقــبـال ؤ چې په سر مـو اوســیــدلــی



زمـونـږ لـعـل ، زمـونـږه ګــنـج ؤ دا زمــونـږ د ژوند رڼــا وه

چـې بـغـیـر له دی ژونـدون وی مــونـــږ بــه ولـی ژړیـدلــی



دا به څومره نـیکـمـرغی وی چې د خــپل سـتوری رڼـا تـه

مـو فـرهــنـګ غـیـږی وهـلـی او یـــو بـــل ئـــې څــمـلــولـی



دا به فخر دا به ژوند وی چې یو ستوری مـو پـه لاس وی

دا وړه، وړه پــــښــــتـو مــــو لاس نــــیــولـی ګــرځــولــی



د کــوټــوال بــه پــه تـــنـدی کــې رڼـــائـــې د سـتـورو نه وه

کــه نـه ســــتـوری بــه تــر عــمــره مـــو پـه ټـنـډه ځـلـیـدلـی