په پېښورکې دارواښاد کبيرستوري فاتحه

Peshawar, Pakistan

د ستر پښتون،ملی او سیاسی شخصیت، د پښتنو د قامی وحدت سر لښکر، څېړونکې ، لیکوال، شاعر، او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند د مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه د پېښور په سپين جومات کې ددرنو مراسموپه ترڅ کې واخيستل شوه

دفاتحې په مراسموکې چې دسهار په نهوبجوپيل شوي وو.

د لرې او برې پښتونخوا څخه ګڼ شمېر سياسي ،ملي او ولسي وګړيو ګډون کړی وو. له لری اوبری پښتونخوا څخه په راغليومېلمنو کې د پښتو د ادب پلار ښاغلی اجمل خټک، ښاغلی خان لالا محمدافضل خان ،ښاغلی حاجی غلام احمدبلور،ښاغلی بشير احمد بلور، ښاغلی ارباب دوست محمد، ښاغلی ډاکتر فضل والدین خټک، ښاغلی جنرال عبدالصمد مومند، ښاغلی پروفيسر اباسين يوسفزى، ښاغلی پروفیسر ډاکتر شاه جهان، ښاغلی ډاکتر فضل رحیم مروت، ښاغلی لایق ‌ذاده لایق، ښاغلی استاذ اصف سلیم، ښاغلی اسدالله دانش، ښاغلی حاجی پیر محمد ، ښاغلی ارباب همایون، ښاغلی ارباب نثار خان، دننګرهار د اطلاعات او کلتور ریس ښاغلی غم شریک، دافغانستان قونسل په پېښور کې ښاغلی سیعدی، ښاغلی استاذ خیال محمد، ښاغلی استاذ رحیم غمزده ، ښاغلی سیدا ګل مینا، ښاغلی انور خیال، ښاغلی وصال خیال، ښاغلی زلمی غمزده، ښاغلی مياءافتخار، ښاغلی فريدطوفان ، د پښتنو د ټولینز ولسولیز ګوند د مشر سلاکار ښاغلی حاجی فضل رحمن شیر او نور ګڼ شمېر ملي ، سياسي ،او ادبي شخصيونو ګډون کړی وو. همداشان يوزيات شمېر کسان دهيواد له بېلابېلو برخوڅخه د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره راغلي وو.

د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اجمل خټك ويلي دي، چې كبير ستورى په سياسي ډګر كې د لر او بر پښتنو د يووالي دپاره نه ستړي كېدونكې هلې ځلې كړي دده مړينه د پښتون ولس دپاره ستر زيان دى. هغه زياته كړه، چې د نوموړي په مرګ ټول پښتانه خپه دي. هغه يو ملي او منلى شخصيت و او د كوزې او برې پښتونخوا د اديبانو او پښتنو په زړونو كې خاص ځاى لري.

دا خبرې د پښتنو ملي شاعر او سياسي مشر اجمل خټك په سپين جومات كې د كبير ستوري د فاتحې د مراسمو په غونډه كې د وينا په وخت وكړې او زياته يې كړه، چې د كبير ستوري خدمات د پښتنو او پښتو ادب لپاره د هېرېدو نه دي .

د فاتحې مراسم د سهار په ۹ بچوپیل اود ماسپښین په ۱۲بچو د قرآن پاک د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پای ته ورسېدل.