ارواښاد ستوری په کونړ کې خاورو ته وسپارل شو

Khas Kunar, Afghanistan

ستر پښتون، سیاستوال، د پښتنو د قامی وحدت سر لښکر، څېړونکې ، لیکوال، شاعر، او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دروان کال دوری د میاشتی په ۱۷ نېټه د جمعی په ورځ چې ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د اوومی نېټی سره سمون خوری د کونړ ولایت پوری تړلی د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلی کې په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډیر درناوی سره چې ګڼ شمیر سیاستوالو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، او د ستوری په زرګونو مینه والو د اوښکو په تویولو سره خاورو ته وسپارل شو.