په امریکا کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه

امریکا: په 22.04.2006 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ د شمالی کلیفورنیا د هایوارډ په ښار کې د هیواد پیاوړی سیاستوال او لیکوال ښاغلی محمدحسن شیرزاد له خوا د اروا ښاد ډاکتر کبیر ستوری په مړینه د قران کریم ختم او فاتحه چې په کلیفور نیا کې ګڼ شمیر او سیدونکو هیوادوالو ، پوهانو شاعرانو، سیاسی او ادبی شخصیتونو پکې ګډون کړی وو تر سره شوه.

په کلیفورنیا کې د افغانی کلتوری ټولنی مشر ښاغلی محمد حسن شیرزاد د ارواښاد ستوری په ژوند رڼا واچوله. قام او وطن ته ئې دده هلی ځلی او مبارزه ئې وستایله او دده مړینه ئې ټول پښتون/ افغان ولس ته یوه ستره تشه او تاوان وباله. ورپسی د ارواښاد ډاکتر ستوری په یاد یوه درنه مشاعره وشوه چې د هیواد پیاوړو شاعرانو له خوا د شعر په ژبه د عقیدت، پیرزوینی او د غمشریکۍ څرګندونی وشوی.