د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د جنازی مراسم – جرمني

Cologne, Germany


پښتون سیاستوال او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ډاکتر کبیر ستوری لدی فانی دونیا څخه د تل له پاره سترګی پټی کړی.

انا لله و اناالیه راجعـون

کــه زمـــا ســــتــوری پــه قــــبــر چــیــرتــــه راغــلــــی

په پــښــتـو راتــــه دوعـــا کــــړه پــــری مــــیـــن یــــم

خدای بخلی ډاکـتر کـبیر ستوری د پښتو ژبې منلی شاعـر، لـیـکـوال او څیړونکـی د پلوم سا پوه په پښتو او پښتونولۍ مین، د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر او دقام رښتنی بچی او خدمتګار د سه شبی ورځ د ۲۰۰۶عیسوی کال داپریل د میاشتی په څلورمه نېټه د سهار په 5 بچو زمونږ څخه د تل له د پاره جدا شو.

د۲۰۰۶ع کال د اپریل د میاشتی په پنځمه نیټه د چارشبی په ورځ د مازیګر په پنځو بجو د کلن په ښار کې دهیواد ملی شخصیت او منلی لیکوال شاعر، څیړونکی ، ژورنالیست د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) مشر د پښتو ژبی ریښتنی پالونکی او خدمتګار ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د جنازی لمونځ چې ګڼ شمېر هیوادوالو، ملګرو، دوستانو، په اروپاکې د افغانی کلتوری ټولنو غړو او استازو ، دالمان غږ د رادیو ملګرو او دستوری مینه والو ګډون پکی کړی وو ادا شو.

داسلامی مراسمو د ادا څخه وروسته ښاغلی سید هاشم پاچا صیب لنډی خبری وکړی وروسته د د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) لمړی مرستیال او په کلن ښار کې د پښتنو کلتوری ټولنی مشر ښاغلی محمد شرین ګردیوال د ګوندپه استازیتوب د اروښاد ډاکتر کبیر ستوری په شخصیت هر اړخیزه وینا وکړه او ویویل:

دلوی او بخښونکي خدای پاک په نامه

د پښتو او پښتنو د ملی قافلی سرکښ ، پیاوړی ، او ننګیالی ، زما د سیاسی او ټولنیز ژوند کلک ویاړلی ،خوږ او نژدی دوست او ملګری ډاکتر کبیر ستوری ددی فانی دنیا نه د ابدی دنیا په سفر وخوځیده.

انا لله و اناالیه راجعـون

د چا به پلار ، د چا بابا ، د چا کاکا ، د چا ماما به وی. خو ددی رشتی نه وروسته د دوستی انسانیت او پښتونولی د ټینګو مزو او تارونو په چوکاټ کې ما ته د هر څه نه را نژدی دوست او ملګری وی.

ملــګــریـــه: څښتن تعالی دی جنتونه په نصیب کړه .

خو ملګریه د جنت خاپیریو ته هم دا زیری ورکړه چې ستا ملګری به ستا د ملی مبارزی او قامی وحدت ترانه ژوندی او ځلانده ساتی.

ملګریه :

ســتـا ژونـــــد د پــښـتـنـو او پـښــتونــولـی خـــــزانـــه

د عـلـم او ټــــــولـنــیـز ژونــــد د لاری او مــنـزل ډیــوه

د پـت ، غـــیـــرت، ښـګــیـــــڼـــی او وفـــــا زمــــرمــــه

د پــښـتـنـو د ملی یـووالــی او قـومـی وحـدت ناره

او د پښتنو د خیر ، ابادې او سوکالی د پاره نرۍ د رنګــیــنــو نــه ډکــه او مــسـتـه وږمـــه وه.

د پښتونولی د ستر بڼ طوطی !

ته خو لاړی خو زه او زما ملګری په ایماندارې درسره دا ژمنه کوو چې ستا د پښتو او پښتونولی هڅی او د قومی وحدت ، د ملی ترانی او ناری څپی به د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د پښتنو زړونو او فکرونو ته وررسوه.

د ډاکتر کبیر ستوری ژوند ته ځغلند نظر :

خدای بخلی ډاکـتر کـبیر ستوری د پښتو ژبې ملی منلی شاعـر، لـیـکـوال، څیړونکـی،ژورنالست او د پلوم سا پوه و.

ښاغـلی ډوکـتور کـبیـر ستوری په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري.

ستوری د لعل محمد خان زوی او د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر 1321 هجری کال کې زيږیدلی دي.

ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې په څانګه کې چې فلسفه سیاسي پوهنه او ټولنپوهنه ورسره مل وه سرتته رسولي ده, ســـتوری د پــــښــــــتـــنــوټـولـنــــیـزولسولــیـز ګوند د بــنـــســـټ ایــښودونـکــو مــخـکــښـانــو څـخـه دی.

د شاعرۍ په نړۍ کې د یوه پر مختللی ادبی بهیر پوری اړه لری چې مشر نماينده ئې د پښتو د اد ب پلار اجمل خټک دی. د پښتنو د یووالی ، خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخلی دی.

ستوری د پښتو د یو ګڼ شمیر کتابونو مولف او لیکوال وه چې وائئ:

ســــاه مـې واخــلــه خـــو پــــــــښـــــتــو رانـــه وانــه خـلــی

زه پـــښــتـــون یـــم پـــه پــــښـــتــو بـــانـــدې پــتــمــن یــم

کـــه زمــــــا ســـــتــوری پـــه قــــــبــر چــــــیــرې راشــــــــــی

پــه پـــــښـــتـــو راتــه دوعــــا کـــــړه پـــــری مــــــیـــن یـــم

روح دی ئې ښاد وی.

ورسته د هیواد وتلی شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر ویرنه د ښاغلی شیر ولی شیر لخوا واوروال شوه.

ویرنـه

یـــو ســتـوری ؤ کــبــیــر چې لـه مــداره ځــیــنـی ووت

د ژونـد لـه دی نیـمـګــړی شــان بـازاره ځـــیــنــی ووت

خــوا خـــوږی مــهـربـانـه او مــیــن پـــه پــښــتـو ژبــــې

پـه اړو کــې زمـونــږ اړو لــــــه کــاره ځـــــیــــنـــی ووت

مــرګــی ئې په بې رحــمـۍ ســره چــمـن ته مـخـه کـړی

کــبــیـر مـــــو لـکـــه ګــل چـــې د ګـلـزاره ځـیـنـی ووت

خــفه په پـښـتـنـو یـم چې د سـر خـلـک ئـې سـرخـوری

کــوم ســتـوری چـې زمـونـږ د شــب تاره ځــیـنی ووت

کــبــیر داسـی پـښـتـون ؤ مـور راوړی چــې «سـرتـیره»

د نـــرخ ځــیــنـی ونه ووت خـــو د ښــاره ځــیـنـی ووت

ور پسی په اروپا کې د کلتوری ټولنو په استازیتوب د افغانستان د کلتوری ودی ټولنی مشر ښاغلی زرین انځور د ارواښاد په ادبی او کلتوری خدمتونو هراړخیزه رڼا واچوله په پای کې د ارواښاد د کورنۍ په استازیتوب ښاغلی الحاج محمد نادر سرشار د ګډونکو نه مننه او خوښنه وکړه.

د ارواښاد ډاکـتر کـبیر ستوری جنازه به د۲۰۰۶ ع کال اپریل د میاشتی په اوومه نېټه د جمعی په ورځ د مازیګر په څلور بجو د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلی کې پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږی

روح دی ښاد وی.