ډاكتر كبير ستورى د لعل محمد خان زوى او د مېرزا محمد جان لمسى و، چې په 1942 ز كال (1321هـ ش) د كونړ ولايت د خاص كونړ ولسوالۍ د تنر په كلي كې زېږېدلى دى. د هغه نيكه ميرزا محمد جان د خپل علم او پوهې په اساس په ټوله منطقه كې شهرت درلود، دا هغه دور و، چې په دغه سيمه كې ژوند د وخت د رفتار نه ډېر وروسته پاتې و، مګر مېرزا محمد جان له وخت او حالاتو څخه باخبره او پوه مشر و، هغه د اولسي ښېګړې د كارونو نه علاوه د خپلې كورنۍ مشري هم كوله. دا كورنۍ په هډ پښتانه او په ټبر (قوم) ميردادخېل دي، چې په وروستي پشتونو كې د يوسفزيو له پرګنې سره تړل كېږي.
د كونړ دغه يوسفزيو ډېر پخوا د سوات او مردان له سيمو څخه دلته راغلي و او بيا په بېلابېلو سيمو كې مېشت او اّباد شوي دي.د يوسفزو ترڅنګه په كونړ كې ساپي، مومند او نور ډېر قومونه هم ژوند كوي، څوك چې لكه د يوسفزيو په لر و بر كې خپلې خورې ورې څانګې لري.
ستورى د شپږو خوېندو او دوو وروڼو نازولى ورور و، د هغه مشر ورور وكيل عبدالجليل ملنګ او كشر ورور يې محمد نعيم خان نومېږي، چې پخپله سيمه كې ورته پوره نوم او شهرت حاصل دى.
ستوري په خپل ذاتي (شخصي) ژوند كې د ډېر ساده مزاج خاوند و، له انسانيت سره مينه د هغه شعار و، په علم او پوهه يي كلك باور درلود، نو ځكه يې د پښتنو ترقي او پرمختګ يوازې د علم او پوهې په حاصلولو كې ليده. له هر چا سره به يې په نرمه او خوږه لهجه خبرې كولې. هر چا چې به ورسره ليده كاته كول، د ستوري له خبرو څخه به يې خوند اخيسته. داسې پښتانه به ډېر كم وي، چې ستورى صيب يې په ژوند ليدلى وي او د هغه د ښو اخلاقو اعتراف به يې نه وي كړي.
هغه د پېنځو زامنو (بصير ستورى، نصير ستورى، امير كروړ ستورى، نسيم خان ستورى او ايمل ستورى) او دوو لوڼو پلار و، خو له دوى ټولو سره يې تعلق ډېر دوستانه او د خوند و، هغه به عموماً غوسه ډېره كمه كوله، خو چې كله به يې خپه شو، نو بيا به يې په خپلو اصولو كله هم سمجهوته (جوړجاړی/ سودا بازي) نه كوله، سپينې خبرې به يې كولې او هېڅ خبره به يې پټ او پناه نه كوله. له دروغو او غېبت څخه يې ډېره كركه كوله، هغه په خپله وينا كې ډېر رېښتينى و او د خپلو ملګرو د زړونو د ساتنې لپاره به يې كله هم د چل ول نه كار نه اخيسته. ښه لباس او ښه خوراك د ستوري كمزوري وه، د يو خاص او ځانګړي مزاج څښتن و، هر څه چې به يې خوښ شولو هغه شى به يې اخيسته.
هغه به ويل چې د سبا هېڅ پته نه لګي، په كار ده چې موږ له وخت سره يوځاى رفتار وكړو او د ژوند نه هم نن خوند واخلو. هغه كله هم د پېسو د ګټلو او ذخيره كولو هڅه نه ده كړې. په مجموعي توګه ښاغلى كبير ستورى يو پياوړى نرم مزاجه او دروند پښتون و، ځكه نو ورته پښتنو په ژوند او مرګ ډېر قدر وركړ.
كله چې ستورى د كور له دروازې څخه بيرون قدم كېښود، نو د ښوونځي دروازه يې وليده، هغه د خپلې ولسوالۍ (خاص كونړ) په لومړني ښوونځي كې داخل كړى شو، د وړوكوالي نه د هغه له كتابونو سره مينه وه، ديني علوم يې هم د خپل كلي له ملا امام (فيض محمد استاد) څخه زده كول او همدغه نتيجه وه، چې هر كال به په خپلو همزولو كې څو ګامه وړاندې وو. د هغه استاذان (ښوونكي) چې به كله په دې پوهېدل، چې دا ماشوم د نورو نه زيات لايقه او زيرك دى، نو ځانګړې توجه به يې وركوله او بيا هغه ورځ هم راغله، چې ښاغلى ستورى د خپل كلي د ښوونځي نه په ښو او لوړو نمبرو فارغ شو او د نورو زده كړو لپاره يې د كابل مخه وكړه.
په كابل كې ښاغلي كبير ستوري د رحمن بابا په عالي لېسه كې داخله واخيسته. د هغه د ذهن په دنياګۍ كې چټك پرمختګ او پراختيا وده كوله، چې د رحمان بابا په لېسه كې د افغانستان د بېلابېلو سيمو نه پښتانه هلكان داخلېدل. دغه وخت په ټول كابل كې د پښتنو لپاره يوازې دوه لېسې وې، چې يوه يې د رحمان بابا لېسه او بله يې د خوشال خان عالي لېسه وه، چې قبايلي پښتنو به هم پكې زده كړه كوله. ستورى په دې شپو ورځو كې شاعري هم پيل كړه، خو دغه شاعري به يې د خپل ځان او ملګرو پورې محدوده وه، د شعر په ژبه به هغوى د پښتون قام د جذبو د استازيتوب هڅې كولې، چې څنګه څنګه وخت تېرېده، ستوري ته د پښتون قام د محروميو احساس كېده، همدغه احساس هغه په دې مجبور كړ، چې د ستر خوشال او حضرت باچا خان په نور ژور نظر مطالعه وكړي. دې مطالعې د ستوري په زړه او ذهن كې د خپل ولس او خاورې مينه لا زياته كړه.
په كال 1964 كې چې كله ستورى د رحمن بابا د لېسې له دولسم ټولګي څخه په ښو او لوړو نمبرو فارغ شو، نو د لوړو زده كړو لپاره يې جرمني ته د نوم ټاکنه ( انتخاب) وشو، نو هماغه و، چې د افغانستان حكومت ستورى د لوړو زده كړو لپاره جرمني ته ولېږو. هلته يې د فرانكفورټ په پوهنتون كې د سياسي علومو، فلسفې او ساپوهنې مطالعه پيل كړه. د زده كړې سره سره ستوري په جرمني كې د ډېرو پښتنو (افغانانو) محصلينو (پوهېدنكيو) سره خپلې رابطې او اړيكې ساتلې او وخت په وخت به يې پښتنو (افغانانو) ته په ورپېښو ستونزو خبرې او غونډې كولې. له دې سره سره به يې كله كله د ستوري په نوم شاعري هم كوله.
د زده كړې سره سره ستوري په جرمني كې د ډېرو پښتنو (افغانانو) پوهېدونکو (محصلينو / زده کړیالانو) سره خپلې رابطې او اړيكې ساتلې او وخت په وخت به يې پښتنو (افغانانو) ته په ورپېښو ستونزو خبرې او غونډې كولې. له دې سره سره به يې كله كله د ستوري په نوم شاعري هم كوله.
ښاغلى كبير ستوري د افغانستان نه له ځان سره د ملي او قامي وحدت يو سوچ او د پښتنو د ترقۍ يو خوب وړى و. هم ددې سوچ ترمخه هغوى په كال 1965ع كې د افغاني زده کوونکو تنظيم Afghan Students Association په نوم دخپلو ملګرو سره یوځای بنياد كېښود او په لومړي ځل باندې يې خواره واره افغان زلمي تر يو بېرغ لاندې راغونډ كړل. مونږ دا ويلاى شو، چې دا د ستوري وړومبى شعوري سياسي ګام و، چې په پوره حوصله او باور يې پورته كړ.
په 1972 كال كې ښاغلي ستوري د خپلو ملګرو سره یو ځای د افغاني پوهېدونکو (محصلینو) عمومي اتحادیه ( جنرل يونين اف افغان سټوډنټس)بنسټ کیښود او زمه واري يې په سر واخيسته. همدا رنګه ورځ تر ورځه د ستوري د ميېنانو حلقه زياته كېده او ډلې ډلې افغانانو (پښتنو) له هغه سره رابطې پيل كړې.
كه يو خوا د تنظيم سازۍ په بهير كې ستوري د خپل سياسي ژوند اغاز كړى و، نو بل خوا يې دا خيال و، چې د فكر د ملګرو حلقه نوره زياته او پراخه كړي. په كال 1973 كې هغوى د المان غږ راډيو په پښتو څانګه كې وظيفه ترلاسه كړه او د پښتو څانګې ټولې ذمه وارۍ يې په سر واخيستې. دلته د ستوري ملاقاتونه او ليدنې له داسې بې شمېره خلكو سره وشول، چې هغه ته يې د فكر نورې لارې پرانيستې. هغه ژوند نور د نژدې نه وكتلو، هغه ته د خپل قامي وجود د نشتوالي په شدت سره احساس وشو، ځكه نو د حضرت باچا خان او اجمل خټك د افكارو مطالعه يې پيل كړه. ددې دواړو مشرانو افكارو ستورى په دې نتيجه ورسوه، چې د پښتنو د وروسته پاتې كېدو اصلي لامل او علت د هغوى بې اتفاقي ده.
د پوهنتون په شپو ورځو كې له ستوري سره د پښتنو اړيکې زياتې شوي وې، په دغه پښتنو كې د زده کړیالو (محصلینو) په ګډون نور سياسي كسان هم شامل وو، ځكه نو ستوري دا اړينه وبلله چې په اروپا كې خپل ملګري سره راغونډ کړي او يو داسې پلېټ فارم (تنظيم) جوړ كړي، چېرته چې لر او بر پښتتانه خپلې جرګې مركې وكړای شي او خپل غږونه نړۍ والو ته ورسوي. همدا ددې لامل وګرځېده چې هغه له خپلو ملګرو سره اړيکې ټينګې كړې او تر ډېر غور و فكر وروسته يې په 1981م کال کښې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoon Social Democratic Party (PSDP) بنسټ كېښود. ددې ګوند د کړنلارې لپاره ستوري د ټولو پښتنو فكر، كه د لر دی او كه د بر، په پام کې نيولی و. په پردي هېواد كې خپل ګوند جوړول څه عامه او ساده خبره نه وه، ځكه نو له ستوري سره د پښتنو رابطې زياتې شوې.
د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP) د جوړولو نه وروسته ستوري د لرې او برې پښتونخوا له قام پرستو مشرانو سره د اړيکو سلسله پيل كړه. هغه د شخصياتو پر ځاى د نظري مرسته وكړه، ځكه نو هر پښتون مشر ته يې احترام وركړو. كوم مشران چې پخپله جرمني ته لاړل، هغوى يې خپلو غونډو او كانفرانسونو ته راوبلل او ځينې اشخاصو ته يې د ګوند له خوا بلنې وركړې، چې په دوى كې د محترم مشر محمد افضل خان لالا نامه په ځانګړې توګه د يادونې وړ ده، چې د (PSDP) ګوند د لومړي كنونشن لپاره جرمني ته وبلل شو. هغوى له ځان سره يو نوى سوچ جرمني ته يوړو او هغه د پښتنو قامي وحدت و، چې د پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ په عمل كې ددغه نظر لپاره قدم اېښودلى و، يعنې د لرې او برې پښتونخوا پښتانه په مساوي توګه په دې ګوند كې خپلې عهدې او برخه درلوده.
همکار ، غړی ، لارښود او مشر
ښاغلی ستوری د خپل د ژوند په پړاو کې د سياسي فکر خاوند و، نوموړی د لاندينيو ټولنو سلاکار (مشاور)، همکار ، مشر او لارښود پاتې شوی.
1965 كال: افغان سټوډنټس ايسوسي ايشن (د افغاني محصلينو ټولنه)، فرانكفورټ
1972 كال: جنرل يونين اف افغان سټوډنټس، فرانكفورټ (دافغاني محصلینو عمومي اتحادیه)
1976 كال: نيشنل لېبرېشن يونين اف پښتون اينډ بلوچ ( د پښتنو او بلوڅو د ملي خپلواکۍ ټولنه) فرانكفورټ
1986 كال: پښتون كلچرل ايسوسي اېشن (د پښتنو كلتوري ټولنه) کولن /جرمني
1991 كال: پښتون كور / کولتوري مرکز بن ، جرمني
1998 كال: د پښتونخوا د پوهنې دېره، پېښور
2003 كال: پښتو ادبي هنري ټولنه، كونړ
له دې هرڅه سره سره د ښاغلي كبير ستوري د شعر د ليكلو سلسله هم روانه وه، هغه يو عملي مبارز و او په هر اړخ يې د پښتونولۍ غږ خورول غوښتل، په خپله ټوله شاعرۍ كې يې د پښتون قام غم ژړلى. د وختونو د ترتيب مطابق د ښاغلي ستوري ادبي او سياسي زيار ته موږ داسې كتلى شو:
د مجلو د خپرونې بورډ (کتنپلاوي) غړېتوب، همکار او زمه وار
1972 كال:د افغاني محصلینو د عمومي اتحادیي خپرونه [سپرغۍ] مياشیتنۍ (جرمني)
1977 كال : د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې خپرونه [ولس غږ ] مياشیتنۍ (جرمني)
1988 كال : د علي خان مسید او جلال الدین [پير روښان ] مياشیتنۍ (جرمني)
1980 كال :د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې خپرونه [لمبه] مياشیتنۍ (جرمني)
1975 كال :له مونشن څخه خپرېدونکې خپرونه [ د خيبر وږمه] مياشیتنۍ (جرمني)
1987 كال : د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه [پښتونخوا ] مهالنۍ (جرمني)
1– سكروټه : (شعري ټولګه) چاپكال 1976، جرمني
2– پښتونخوا : (د مضامينو او شعري ټولګه) چاپكال 1977، جرمني
3– وېره : (ساپوهنه) چاپكال 1985 دوهم ځل 1990 جرمني درېم ځل 2001 پېښور
4– د هوښيارتيا د كلتوري بڼو تله : (ساپوهنه) چاپكال 1978 جرمني
5– د وېرې تله : (ساپوهنه) چاپكال 1985، جرمني
6– ژوندي خيالونه : (شعري ټولګه) چاپكال 1997 پېښور، پښتونخوا
7– د قلم توره : چاپكال 1999 ، پېښور، پښتونخوا
8– د هوښيارتيا تله : (ساپوهنه) چاپكال 2000، پېښور، پښتونخوا
9– ژبساپوهنه : (ساپوهنه) چاپكال 2000، پېښور، پښتونخوا
10– سندريز پېغام : (شعري ټولګه) چاپكال 2002، پېښور، پښتونخوا
11– د هوښيارتيا كلتوري بې پلوه تله : (ساپوهنه) چاپكال 2004، پېښور، پښتونخوا
12– د پيداېښتي بڼو د هوښيارتيا تله : (ساپوهنه) چاپكال 2004، پېښور، پښتونخوا
13– خوږې مسرۍ : (شعري ټولګه) چاپكال 2006 (د ستوري وفات نه څو ورځې وروسته چاپ شو)
14– خوب مانا : (ساپوهنه) د چاپ لاندې
تاريخ ګواه دى، چې كوم خلك د خپل قام د سوكالۍ او ترقۍ لپاره ګامونه اخلي، نو د هغوى مخ ته خنډونه خامخا راځي. په نږدې دور كې د حضرت باچا خان ژوند زموږ لپاره ښه بېلګه ده، چا چې د ژوند ډېره برخه په جېل كې په دې ګناه تېره كړه، چې هغه د پښتون قام د حق خبره كوله. ښاغلى ډاكټر كبير ستورى هم ددغه لوى او عظيم قامي مبارز باچا خان د لارې سپاهي و، ځكه نو ورته د ډېرو قوتونو سترګې وې. هغه چې كله په 1982 كې پېښور ته د خپلې كورنۍ او ملګرو د ليدلو په غرض راغى، نو لكه د نورو قامي مشرانو ګرفتار كړى شو او جېل ته ولېږل شو او نژدې (تقریبا) یوتېم کال قيد يې د پاكستان په بېلابېلو جېلونو كې تېر كړ.
همدغه قيد ستوري ته اصل حقيقتونه په ګوته كړل، هغه له قام پرستو مشرانو سره له نږدې نه ليده كاته وكړه او په دې پوه شو، چې حقونه د قربانۍ نه پرته لاس ته نه شي راوړل كېدى. د جېل دغه شپې ورځې به ستوري تل يادولې، ځكه چې كه چېرې هغه د قام د خدمت په بدل كې زندان (بندي خانه) نه وى ليدلى، نو ستوري به د ژوند له سختو څخه ناخبره و، نو همدغه ستونزې او كړاوونه وو، چې ستوري ته يې نوره حوصله وركړه او د قام او ملت خدمت ته يې په ډاګه ملا وتړله.
د ستوري په مزاج كې ناقراري وه، ددې وجه دا وه چې هغه د پښتون قام د سوكالۍ او وحدت خوبونه ليدل، خو خوب “خوب” وي، په عمل كې هغه ته د هغه كړاوونو او ستونزو احساس و، كوم چې پښتون قام د پېړيو پېړيو ورسره مخ دى. د قام غم هغه خندا ته نه پرېښودو، نو د فكر د بدلون لپاره به يې ډېر زيات سګرټ څښل، تر دې حده چې په شپه او ورځ كې به يې څو څو ډبي تش كړل. د هغه ګوتې به سوځېدې، خو ستوري ته به يې احساس نه كېده، ځكه د هغه په زړه كې دردونه و او دغه دردونو كبير ستورى خوب ته هم نه پرېښوده. هغه چې به كله له خپلو ملګرو او دوستانو سره په مجلس كې ناست و، نو خوب به هم ترې پاتې و او په شپو شپو به يې شوګېرې كولې. د عمر په اخري كلونو كې كله چې د زړه له ناروغۍ څخه خبر شو، سګرټ يې هم پخپله پرېښوده، خو دغه لوګو د ډاكتر كبير ستوري په زړه كې كور كړى و. هغه د زړه ناروغ شو، څو ځله پرې د زړه دوره (حمله) راغله، خو لا يې پوره نه وه راغلې د ناروغۍ په دغه حال كې درې ځل پښتونخوا ته راغى، په پښتو عالمي كانفرنس، د پښتنو په قومي جرګې، د پښتو په نړېوال كنونشن او نورو نړيوالو او مقامي غونډو او دستورو كې يې عملي ګډون وكړو، د ټولو قامي مشرانو، شاعرانو، اديبانو او عام اولس سره يې اوږدې اوږدې مركې وكړې.
ددې دور له لويو شاعرانو رحمت شاه سايل او اجمل خټك سره يي د زړه خبرې وچېړلې او دلته د پښتو ژبې او پښتون قام د هر خادم ځاى ته لاړ او د نظر تبادله يې ورسره وكړه. ډېر كلونه پس يي د خپل كلي خاص كونړ (تنر) سيلونه هم وكړل. د ژوند په وروستۍ ورځو شپو كې هغه دومره فعاليت څرګنداوه لكه چې هغه خپل هرڅه رانغاړي، چې كله واپس جرمني ته لاړو، نو ناروغي يې زياته شوه. په دې دوران كې څو ځل روغتون ته د علاج لپاره ورسول شو او له روغتون څخه بېرته خپل كور ته راوستى شو.
څلورم اپريل كال 2006 د لوى او عظيم ستوري د ژوند وروستۍ شپه وه. د ژوند دغه وروستۍ شپه يې د خپل كور د غړيو او خپل ملګري او خپلوان حاجي صيب فضل الرحمن شیر سره په خبرو شوګير كړه، خو په څلورم اپريل دسهار پر مهال (5) بجې د مرګ استازي د هغه د كور دروازه وټكوله او د پښتنو دغه ځلانده ستورى د تل لپاره په ابدي خوب ويده او له مداره پرېووت.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دهـ کال دوری د میاشتی په ۱۷ نېټه د جمعی په ورځ چې ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د اوومی نېټی سره سمون خوری د کونړ ولایت پوری تړلی د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلی کې په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډیر درناوی سره چې ګڼ شمیر سیاستوالو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، او د ستوری په زرګونو مینه والو د اوښکو په تویولو سره خاورو ته وسپارل شو.
ستورى مړ شو، خو مړ نه دى، د هغه نوم د هغه زيار به د قام خدمت په حواله ټول عمر يادولى شي. د هغه د شعرونو اهنګونه به هر وخت د پښتونخوا په لر و بر كې زمزمې كوي، اوس د هغوى د كشرانو او د فكر د ملګرو ذمه واري جوړېږي، چې ددغه تحريك په وړاندې بوتلو كې تر هر چا مخكې شي.
كه زما ستوري په قبر چېرې راشې
په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم