د کبير ستوري صاحب د تلين په ياد


که عنقا هم شم زه به تلې د جانان ښکلوم

ځمه د ستوري په خاطر مخ د آسمان ښکلوم

ورېځو ته وايم چې ما پرېږدي ده پښتو راسره

پاس يې ځلېږي نوم او بل يې دا ارمان ښکلوم

يوه، يوه مرۍ ترې باسم يو، يو غم ورکوم

د خيبر رسم پرې راښکم بيا يې ګرېوان ښکلوم

زه که يو زوړ غوندې ارواح شم د “رحمان” په امسا

دې لر او برو کې به ګرځم “خوشال خان” ښکلوم

خداى مې دې داسې توتکى کړي چې قبرونو ته ځم

د “احمد خان” سره دا ستر بابا “رحمان” ښکلوم

چې شرق او غرب پرې ستړى شوى دا د چا بدن دى

ځم د پښتو زخمي ټپو سره آ خان ښکلوم

ټپس خو نه يم په آواره نا حلالې څټم

زه هغه باز يم چې پامير او کهکشان ښکلوم

ټيټ راته مه ګورئ څپه د اباسين يمه زه

زه کاڼي بوټي د خپل ګران افغانستان ښکلوم

لکه زما د وينو رنګ د يار له شونډو وتى

ځکه “آرين” سره بيا لعل د بدخشان ښکلوم



Mustafa Arien