ارواښاد کبير ستوري ته


الله ورکړى په جنت کې لوړ مقام

ده پښتو ته خدمت کړلو تل مدام

چې ژوندى و لر او بر غم کې مصروف و

کبير ستورى و د لر او بر امام

په خارج کې هر وطن دپاره کار کړو

و زرين يې هر يو شعر او هر کلام

وقف کړى يې و ځان د قوم دپاره

جدا شولو يتم شو زموږ قام

وخت يې تېر کړو قلمي مبارزه کې

تر هغې پورې چې عمر شو تمام

مغفرت ورته اوس غواړو له سبحانه

ګرځېدلو پښتونخوا ته صبح و شام

دى مزار يې په کونړ کلي کې ګوره

سراچه وال وايي په دوى باندې سلام



Matiullah Sarachawal