خدمتګار د پښتنو وه کبیر ستوری

د کـــــنړ د جــــــــګــــــــو غــــــــرو نه راوتــلی

کـــبـــیــر ســـــتـــوری مونــږه ټــولو ته منلی

زیــــــږدلــــــی وه قـــــــــــــــریــــه کـی د تـنـر

خـــدای ورکــــړی وه پښـــتــونواله کـی هنر

د خـــــــــوشــــــال بــابــا پــه لاره دی روان وه

ســـر او مـــال یی پښـــتنو ځــینی قـربـان وه

پـه سیاست کـی یـی الـــهـــــام د بـاچــا خان

پـه ادب کــــــی د اجـــــــــــمــل به پـلـــه روان

سیاست پــوه وه هـــم ادیب او هـــم لــیکوال

د پـښـــتو ژبـی عــــاشـــــق وه هـــم لـــیـــوال

لاره یـی پـښــتو وه پښتونواله یی قانون وه

په ټــول ژوند کـی د پښــتو لیلا مجنون وه

هــــر پـښــتون ته یــی جـــــنـتی کـوه خـطاب

د قـــیامــت په ورځ تــری نکــــیږی حـساب

خــدمـتـګار د پــښـتـــنو وه کــبیر سـتوری

وه روښـان د پښــتنـو پـری هـــر یـو لـــوری

د سـیاسی ګــــوند مـشــری یـی هـــم کــوله

په نامــه د پــښــــتون خــوا چـــی یـادیــدله

پښـــتون زړه یی پـښــتنو د مـینی کــور وه

په سینه کی یی د پښتو د مــینی شـــور وه

قــــــــــوی پل د پښـــــــتنو د لــــر او بــــــر وه

غــــــیرتی وه مـــیــړنی د هـــــر سنــــګــــر وه

د ژوند کـــړنه یی لاندی بیت نه معلومیــږی

پښـــتنو باندی پتنګ غوندی ســــوځیــږی

کـــــه زمــا ســــتور ی په قـــــبر کلـــه راغلــی

په پښــتو راته دعــا کـــــــړه پـــری مـیـن یـــم



Engineer Matiullah Raofi