د ارواښاد ډاکتر ستوري په ياد

چې نه خــــــپـــل رنــــځ ته دارو وي نه د بـــل ته

داســـــې خــــلـــک نه د ديــــن نه د دنـــيــا دي

تــــفــــاوت شـــته په انــــســـــان کــې يو تر بله

څوک د ځـــان په فکر مــړه څوک د هر چا دي

چــــې پــــــرون يــــې و د نـــن لـــــپـــاره کـــــړي

نـــن د هـــــغـــو خلـــــکـــــو واړه په ثــــنــــا دي

چې د بل په درد يې خپلې اوښکې تويې وي

غريب ياره د هــغــوى اوښکــې رښــتـــيا دي

داسې کم شـــته زمـــــوږ کلــــو او کـوڅـو کې

چې ددې مظلــــوم ولــــس په حـــــال اګاه دي

لکــــه ســـتورى د”تــــنــر” به پـــيــــدا نه شي

ستوري ډېر په آسمان کې په هر خوا کې دي

هــغه سـتـورى د قـــلـــم و چـې راپــــرېــووت

د قـــــلــــــم خــــــاونــــــــدان واړه پـــــه ژړا دي