د ماما صيب روح ته

د ماما صاحب په ناڅاپی مړینه

کله چې مو سهار وختې دغه د غم خبر واوریدو زه ، سیدعلی شاه باچا صاحب ، نصیر خان ، لالا او زما موربی بی ویسیلنګ ته روان وو ، هلته نژدی د ماما صاحب دکور پسې ګرځیدو نو له خولې نه مې وختل .

مرام

د سـتـورو سـره بره په اسـمان کـې ئـې سـیـالـي کړه

پــیـغـام ئـې تـورو شـپـو تـه پلــوشــې وې د ســهـار

د مـیـــنـــې محـــبــت د فــلســـفـې تـکــړه اسـتــاد ؤ

مــرام ئــې پــښـــتـنـو تـــه رنــــګـنـیـې وې د بـــهــار

*****

ماما صیب روح ته

نـــــن مـــو بــیــا کــــور کـــې تــــیـــــاره شـــــــــوه

زمـــــونـــــږ کـلــــــی کــــــې بــــــــــرق تــلــلـــــــی

د پـــښـــــــتــــون آســــمـــان لــــه غــــــېــــږ نــــــه

یـــــو پــــښـــــتــون ســــتـــوری لـــــویــــــدلــــی

بــــې مـــحـــشــره قــیـــــــامــــــــت جــــــــــوړ دی

د پــــــښــــتــــون بـــــرخـــــــه ســـپـیــره شـــــــــوه

پـــښــــتـــــــونـخــــــــوا ټـــــــول قـــــــبـــر قــــــبـــر

د مــــــــــــــیــــــړانـــــو هـــــــــــدیـــــــــــره شـــــــوه

*****

سوات

خپل ښایست درپورې اور شوخپل بچې دي قاتلان شول

شـنې درې دي هـدیرې شــوی پکـې دفن سره ګلان شـول

تـــه خو مـلـک د خــاپــیــرو وي

د ســــر لــــوړه کــارنـــامـــــو وي

د بــــابـــا د تـحـریــک ځــای وي

شـــمـلـه وراه د جــــــرګـــــــو وي

ستا غرور او پښتو څه شوه چې واکدار دي طالبان شول

شنې درې دي هــدیـرې شــوی پکـې دفن سره ګلان شول

د سـايــل قــلــــم ګـونـګ شــوی

لـــیـــکل نــــه کــړې پــه ژړا دی

سـتا ژړا تـــــه کــــــتـی نـــشــې

سـتا پـه غـــم کـــې مـبـتــلا دی

په زړګې سوې سـوې دي نـازک خـیاله شـاعـران شـول

شنې درې دي هـدیرې شـوی پکـې دفن سره ګلان شول

یــوســـف خــان تــه بــه څــه وایـم

شـیـریـنــې بـه څـنـګــه پـــوه کـړم

کــــوه قــــــاف ســره بـــه څـه کــړم

ښــاپــیــرې بــه څـنـګــه پـوه کړم

چې رباب او شـهباز دواړه سـوزیدلې په ډیـــران شول

شنې درې دي هدیرې شوی پکې دفن سره ګلان شول

زړه مـــې وچـــوی لــیــونــی شــې

چــــې رایـــــاد کــــــړمـــــه کـــالام

هــــــغــه دلــــتــه تــکـــراریــــــږی

چــــې څـــه شـــوي ؤ پــه بــاګــرام

د کـابـــــل ژړا رایــــاده ، راتــه یـــاده ظـلــــــــمـــان شول

شنـې درې دي هـدیرې شوی پکې دفن سره ګلان شول

کـــبـــیــر ســتــوری پـــه ژړا شـــــو

زمـــــــونـــــــږ مــــشــر نــــازولــــی

هــلـــتـه ګور کـې ئې نــارې کـــړې

پـــه زور زوره قــــهــریـــــــدلـــــی

پښتونـخـوا قـیصـه ئـې وکړه په ژړا ټـول باباګان شول

شنې درې دي هدیرې شوی پکې دفن سره ګلان شول

ســـــــتـــا د لاســـــــه جــــادوګـــره

مــــــــې ژړیـــــــــږی مـیـنـــګــــوره

خــــــان لالا راتـــــه مـــــــه وژنــــه

مـــــې ئـــــــــې وژنــــــــه زوره وره

د قامی وحدت سمبول دی پښتانه پرې په خفګان شول

شــنې درې دي هدیرې شوی پکې دفـن سره ګلان شول

ګـورتــۍ ســوزی پـه ســلـګــو ده

اور ئې واخــیــستو شنو غــرونو

چــــې ګلان ئـــې تـــبـــاه کـــیـــږی

پـــه وحـــشـــت کـــــې د اورونـــو

نصـیـــر مـار غـونــدې تــاویــږی

د طــالـــب نـــه ئـــې نـــفـــرت دی

ويـلی راشــه بـاچـا خـانـه چې بچـي دي لـیونـیان شول

شنې درې دي هدیرې شوی پکې دفن سره ګلان شول

ته سـویـس د پښتـــونــــخــوا وي

قـــهــــرمــــــانــــــه د ښـــکـــلا وي

غــیـــرتـــی لـکـــه مــجـــنــون وي

بـــا وفـــــــا لـــکــــــه لــــــیــلا وي

دا بـې ډبـه بـې ادبـه پـه تـا څنـګــــــه حـکــــمـــران شـول

شــنې درې دي هدیرې شوی پکې دفن سره ګلان شول

د مـــدیـــن کـــــوڅــې ویــجـــاړی

پــــــریـــزاده تــــریــــــنـــه تـــلـلــی

څــه ګــــولــو په زړه ویــشــتــلــې

څـــه دیــــوانــــــو تـــښــــتــولـــې

ماتم جوړ دی په میګانو حــــق حـــیــرانـه لالاګان شول

شــنې درې دي هدیرې شوی پکې دفن سره ګلان شول



Babrak Daqiq Shafiq