ستورى د ملي وحدت ستر امام

ســتا كــمى به پــوره نـــــشــي تـر قــيـامـت

تـاتـــره وې تــــاتــــــره د نــــنــــګ غـــــېـرت

د قــــلـم نه دې قربان ســـوچ نه لــوګــى شم

ســتـر عــاشق وې د افــغان مــلـي وحــدت

لــوڅــې پــښې دې مــــزلـونه په ازغو كړل

په تـــكل وې پــښــتــون قــــام له د راحـــت

د بــچـــو نـه درتـه ګــرانـه پــښــتـونخوا وه

تــر مــرګي دې پرې ونـه كـــړو مــصــلحت

تــه امــيــــد وې د ســـحــــر د رڼــــاګـــــانــو

د ســـبا ســـتوري نــه لـوړ وې پـه عـظـمت

تــــــــر ابـــده به يـــادېـــــــږې تــــــــــر آبــــده

په خــلـــوص، وفــا، ايـــــثار او مــحـــبـت

د شعرونو نه دې داســې مــحـسوسـېـږي

خــبــردار وې پـــه انــجــام د خــــپــل ملـت

تـا به وې ستاسو بقا په كلـك تـــــړون ده

جـــدا نـــشـــئ د يـــو بــل هـــېڅ قــيــمـــت

د ډالـــــرو په تـــيـــارو كـې رانه روك شـو

د ســـبا ســـتوري ځــلـــنـــده نـصـــيـحـــت

لږ راستون شه لږ راستون شه كبير جانه!

لر او بر درتــه يـــــو شـــــان يــــو مــلامـت

د آمـــو نه تــــر جــــهلــــم اورونــه بـــل دي

پــښـتانه پـــراتــه پــه ويـنـو كــې لت پـت

اوښـكې وچــې د خـيــبر او هـندوكـش كا

كـــړه پــه ګـــوتــه پـښــتـــنــو تــه حــقيقت

كــــفـــن وشــلــــوه راپـــاڅــه كـبير جــانـه

د پـــرون نـه دې نــن زيـات دى ضــرورت

د نــــفــاق اورونـه مــړه د پښتونخـوا كــا

پــرښـــتـــه شـــه لر او بر كـــې د رحـــمــت

د قــلــم خـــــــاونــدان ډېـــر دي درانــــيــه

كـــبــيــر سـتورى ستر امام و د وحـــدت


ستر سيکتر غني خان پښتو ادبي تحقیقي ثقافتي جرګه پښتونخوا


Shabir Khan Durrani, spelled also Shabeer Khan Dourani