ځلنده ستورى

ســـــتــورى د ادب د دنـــــــــــيـــا ســـــتـــورى و

ســتورى رښـــتــيا بــانــدې رښــتـيا ســتورى و

ستورى څه يـواځې د بصير، نصير، نسيم نه و

ستورى ســتا او زمـــا د هـــــر چـــــــا ستورى و

ســتورى ورورولـي مــــيــنه خـلـــوص وو بـس

ســتورى ژوند د ژونـــد نه پـــيــدا ســـتورى و

نه يــې و پــه زړه كـــې څــــه نــــفــرت كــــركــــه

كــركــې د نــــفـــر نـــه صـــــــفــــا ســــــتــورى و

نـرمـــه ســخــتــه هـــر حالـــت كې روڼ تــنـدى

هر حــالــت كـــې خـــداى نه رضــــا سـتورى و

كـــړه يـــې د خـــپــل ذات ټـــپه پــه جـــاره تــل

ځــار د ذات له نومــه فدا ســتورى ســتورى و

ګــل لكــــه د خــپـــل عـــمــــل پـــه زور باندې

يـــو شـــــان د اشـــــنا او نــااشـــنـا ســـتورى و

الــفــاظ لكـــه د ليك په سپين كاغذ د ژوند

لاس د هــــر قــــاري كـــې ګــــــويــا ســتورى و

و د ابــــدالــــي، مــحـــمـــود، خـــوشـال بچى

پــــوره هــــم په دې وصـــــف ثـــنــا ســـتورى و

شـــــتـــه مــسروره ډېــــر ادبـــي ســـتــوري خو

كــوم چې وو ســـاپـــو كـــې هـــغــه ســتورى و


Gul Mohammad Masroor Sapi, spelled also Gul Mahmad Masror Safi