افسوس ستوری فناشو

ای د کــــــونـــړ خـلــکــــــــو دا احـــــسان دی مــــونـږ مـــنـو

تــنـر کـــې زیــــــږیــدلــی قــــــهــرمـــــان دی مــــونـږ مـــنـو

ټــــول خـلک دی پښتانه دي د وطـن په مــیــنه مـست دي

په غـــروکــې دی وسـیـږی هغه زمریان دی مــــونـږ مـــنـو

ســـتاســــو قــــربــانــۍ بــانــدی مــــلــت فــــــــخــر کــــوي

د تــــوري او مــیــړانــی تــل غـــــازیــان دی مــــونـږ مـــنـو

د ســـتوري پـه شــــان خلـک ګـــــوره تــــادي زیــــږ ولـــي

رڼـا ئـې پښتونخوا کـــړه داسـی افغان دی مــــونـږ مـــنـو

د ظـلـــــم اودجــــبــر خــــلاف ســرکــې تــاســـو ســـــپـروۍ

پـه وطـن چې قـــربان شــوي شـهـیــدان دی مــــونـږ مـــنـو

د لـــــراوبــــر پــښــتـون دپـــاره ځـــان ئــې وقــف کـــړی و

دا ســتــوری د ســـبـا پـاس پـه اســمـان دی مــــونـږ مـــنـو

هـــــغـــه ســــــتـوری و مــــونږ لــــره ســـــبا د امــــیــدونـــو

افـــســوس ســتوری فـنـاشو دا خفګان دی مــــونـږ مـــنـو

هــــغـه تــکــــړه لـــیــکـــوال و د قــــلـــم مـــــــبـــــارزه کـــې

ملــګــری پــه رښـتـیادی بــاچـــا خـــان دی مــــونـږ مـــنـو

مــــــرام ئــــې و وحــــدت تــل لــــــراوبــــــر پــــښـتـــنـو تـه

یــــووالــی ئــې مــــرام و دغـــه ارمـــان دی مــــونـږ مـــنـو

ســــــتاپــل بـــانـدی بـه درومـــو وایـــم زه ســـــراچــه وال

کـه ژونـد وی که خـوشـحالی وی که زندان دی مونږ منو


Matiullah Sarachawal