دا هيـر نکړی ملګرو

طبعت مې بغاوت دی چا د جغ لاندی سر نه وړم

تـــاريـخ د نـــنــګـيالو لـرم دا هـير نکـړی ملګرو

غـيـرت شـمله مې هسکه د اسمان په څنډو لږي

زانـــګـــو د شــازلـمو لـرم دا هـير نکـړی ملګرو

د ســتورو ژبــه پــورتـه چـې اسـمان ته رسـيدلی

ډيـر سـتوري د پــښـتو لـرم دا هيـر نکړی ملګرو


Khalid Safi