د سر سړى

خــدايـه! بـل د ادب سـتورى رانـه لاړ

ســور لمــر وســولم سـيورى رانـه لاړ

د سر سړى

مـرگــــيه! تــل رانه د ســـر ســـړى وړې

لکـــه اســمان لکـــه د غــر ســـړى وړې

څنگه اوس لاړ شمه په توره شپه کښې

ته چـې زمــا نه تـل د لـــمـر ســـړى وړې

خــيـر دى لــږ پــام دې بلــې خـــوا واړوه

کلـــه د لـــــــر کلـــه د بــــــــر ســـړى وړې



Najeeb u Allah Ikrami