د ستوري کلی

رانـه يــــــې وړى زړه حـســـــيـن دى د ستوري كلى

هــــر مـــازيګــر دلــته رنګــين دى د سـتوري كلى

د خـپل ټاټوبى مـې ښايسته ښايسته ليدلى كلى

خــــو په ښـــــكلا كــې اولــيـن دى ستورى د كلى

خـــوږ راتــه ځــكـــه دى كبير پكـې خاپوړې كړي

خــــوږ راتــه دا لــكـــه ګــبــيـن دى د ستوري كلى

چــې زه مـــاشــوم ومــه بابا به مـې كيسې كـولې

ورسـره جـوښت د كـونړ سـيند دى د ستوري كلى

د سـپــيـن جــومات نه ورته ګورمه نظر دې نشي

په كبل ښه ښكاري تك شين دى د ستوري كلى

هم جوماتونه پكې ځاى په ځاى ښكارېږي دلته

هـم يـې مـيـئـن خـلك په دين دي د ستوري كلى

ډېـر صـفـــتـونه لــري زه اسير به كــوم بيان كــړم

مـاتـه پـه كلـــو كـــې شــيـرين دى د ستوري كلى


Qari Basir Aseer Mashwanee